په ژوندی پڼه خپرونه
    bomb

    کندهاریان د امریکا بمي برید پراچین وغندل

    © Sputnik/ Vitaliy Ankov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2310

    دوی د ننګرهار په اچین کي د امریکا له لوري د یوه خطرناک او وحشتناک بم کارونه په کلکو ټکو غندلې ده او هغه یې د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بللی دی.

    د کندهار لسګونو اوسېدونکو او مدني فعالانو دخبري کنفرانس او مدني اعتراض پر مهال د امريکا دخوا په ننګرهار کي دلوی بم کارونه د افغانستان پر مځکنۍ بشپړتیا تېری وباله. دوی ټینګار وکړ چي امریکا دي دافغانستان څخه د وسلو لابراتوار نه جوړوي،او نه دي هم په دې سیمه کي خپلو سیاسي رقیبانو ته دافغانانو په قربانی خپل پیغامونه استوي.

    مدني فعالانو په پرېس کلب کي د خبرو پر مهال وویل، د حکومتي مسئولينو د بې غورۍ له وجي افغانستان د نړيوالو طاقتونو د سيالۍ او رقابتونو په ميدان بدليدونکی دی او که نور هم غفلت وسي ممکن افغانستان له جدي او خطرناک بحران سره مخامخ سي.

    ددوی په وینا حکومت نه یوازې چي ددغه عمل پر وړاندې ږغ نه دی اوچت کړی بلکي د هغه هر کلی یې کړی دی، چي ددوی په وینا دغه ډول کړنې د حکومت او ملت ترمنځ واټن ډيرولی سي.

    دوی همدا راز حکومت پړ وباله چي د امریکا ددغه ډول وحشیانه کړنو پر وړاندې پټه خوله دی.

    د دوی وینا اعتراض کوونکو ژمنه وکړه چي د خپل هېواد ددفاع لپاره هر ډول سرښندنې ته تیار دي او پردیو هېوادونو ته به اجازه ور نه کړي چي هېواد د نیابتي جګړې پر ډګر بدل کړي.

    یاد کسان ترخبري کنفرانس وروسته داعتراض په توګه علامه حبيبي واټ ته راووتل او د يوه دیارلس ماديیز پرېکړه لېک د اعلان پر مهال يې وویل که د امريکا له لوري بل ځل ورته تېروتنه تکرار سي نو عام خلګ به د امریکا سره د اړيکو په باب قاطع تصميم ونيسي.

    امريکا تېره اوونۍ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ د نړۍ تر ټولو ستر غيري هستوی بم وکاروی، چي د مخکني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يې د ګڼو نورو سياستوالو غبرګونونه هم وپارول.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی