په ژوندی پڼه خپرونه
    عبدالله عبدالله

    اجرائيه رياست: د بمونو مور ګاونډيانو ته پیغام وو

    © Sputnik/ کسرا
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 56 0 0

    د ملي يووالي حکومت د اجرائيه رياست وایی، چي امريکايي ځواکونو د بمونو مور بم په داسې سيمه غورځولی چي د افغانستان او پاکستان پر پوله پرته ده.

    د ملي يووالي حکومت د اجرائيه رياست وياند مجيب رحيمي چي نن يې په کابل کي د يوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې وويل، د اچين پېښه د افغانستان ګاونډيانو ته روښانه پيغام لري او هغه دا چي د ترهګرو د ملاتړ په اړه دې پخپلو سياستونه له سره غور وکړي.

    ده وويل چي د سيمې هېوادونه دې په افغانستان کي د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي. په داسې حال کي چي د اچين له پېښې يوه اونۍ تېره شوې، خو په اړه يې تر اوسه ډير جزئيات نه دي وړاندې شوي او نه هم خبريالانو ته اجازه ورکړل شوې چي سيمې ته نږدې ورشي.

    په همدې حال کي رسنيو د يو شمېر کورنيو او بهرنيو امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړی چي د اچين ولسوالۍ په هغه سيمه کي، چي اونۍ وړاندې پرې تر ټولو لوی غير اټومي بم غورځول شوی و، اوس هم سخته جګړه روانه ده.

    د اجرائيه رياست وياند بيا وايي، چي په سيمه کي چاڼيز عمليات روان دي او کله چي د سيمې امنيت ډاډمن شي، دوی به رسنيو او د مدني ټولنو فعالانو ته اجازه ورکړي چي د پېښې له ځايه ليدنه وکړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی