په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا باید په افغانستان کی د تروریزم سره د مبارزی په موخه د روسیی او چین څخه مرستی وغواړی

    کرزي: داعش او امریکا له یو بل سره هیڅ توپیر نلري

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5021

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وايي، چې داعش او امریکا له یو بل سره هیڅ توپیر نلري او په افغانستان کې د داعش په وړاندې د امریکا پوځي عملیات حقیقي نه دي.

    دغه راز حامد کرزي په ډاګه کړې، چې وسلوال طالبان د افغانستان پر نیمه خاوره واکمن او دا یو حقیقت دی؛ ځکه ، نو روسیه حق لري، چې له طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي.

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوه امریکایی تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه په افغانستان کې له سخت دریځو څخه د الې په توګه کار اخلي؛ نو په وینا یې روسیه حق لري له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي.

    په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتسکی وايي، چې له دې ډلې سره د پردې تر شاه پټې اړیکې نلري.

    د نوموړي په وینا؛ روسیه له طالبانو سره هیڅ پټ کار نلري او نه هم روسیه په افغانستان کې له امریکا سره سیالي کوي. که افغان حکومت وغواړي؛ نو روسیه تیاره ده، چې د منځګړي په توګه د دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ، چې یو سیاسي جریان دی، د سولې د خبرو زمینه برابره کړي.

    افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه ښيي؛ خو له دې مخکې یې ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه وسلوالو طالبانو ته د مشروعیت په ځای باید د دولتونو پر اړیکو تکیه وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی