په ژوندی پڼه خپرونه
    بریدګر څنګه د شاهین ۲۰۹ قول اردو ته ننوتل

    بریدګر څنګه د شاهین ۲۰۹ قول اردو ته ننوتل

    © Flickr/ isafmedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 25710

    د مزار ښار د ۲۰۹ شاهین قول اردو، د جمعې لمانځه پر مهال په دوه رينجنر موټرو کي شپږ وسله والو، چي نظامي جامې يې پر تن وې، بريد کړی

    ځیني امنیتي سرچینې ویلی، چي بریدګر په دوو رنجرو موټرو کي راغلي او د فاریاب دکنډک جعلي کارتونه یې جوړ کړي وو.

    د یاد قول اردو وياند ویلی چي وسلوالو يو موټر بم د قول اردو په قراول کي والوځولو او پر جومات کي يې د لمانځه پر مهال پر سرتېرو بريد وکړ.

    د هغه په وينا په دغه بريد کي د قول اردو اته نظاميان وژل شوي او يوولس نور ټپيان شوي

    خو ځیني امنیتي سرچینې ویلی، چي په دې برید کي ۶۶ سرتیري وژل سوي او ۷۳ نور ټپیان دي.

    د شمال زون په شاهين قول اردو له وسلوالو مخالفينو سره نښته د ټولو په وژنه او د يو په ژوندي نيولو پای ته ورسېده، خو په دې برید کي لسګونو سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.،

    پر یاد قول اردو پرون، د جمعې لمانځه پر مهال په دوه رينجنر موټرو کي شپږ وسله والو، چي نظامي جامې يې پر تن وې، بريد کړی و.

    د قول اردو وياند قهار ارام رسنیو ته وویل چي وسلوالو يو موټر بم د قول اردو په قراول کي والوځولو او پر جومات کي يې د لمانځه پر مهال پر سرتېرو بريد وکړ.

    نوموړي زياته کړه، چي بريد تر مازيګر ناوخته پورې روان و، چي له شپږو بريدګرو څخه د پنځه په وژنه او د يو په ژوندي نيولو پای ته ورسېد.

    خو ځیني امنیتي سرچینې ویلی، چي بریدګر په دوو رنجرو موټرو کي راغلي او د فاریاب دکنډک جعلي کارتونه یې جوړ کړي وو.

    د سرچینې د معلوماتو له مخې، بریدګر له لومړي قرول څخه تیر سوي وو، خو په دویم قرول کي ، کله چي د شک په اساس درول سوي وو، نو هلته یې ډزې کړې وې او درې نظامي افسران یې وژلي.

    دغې امنیتي سرچینې وویل، چي بریدګر بیا نیغ په نیغه جومات ته ورغلي او پر سرتیرو یې د لمانځه پر مهال ډزې کړې دي.

    وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت منلى.

    طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته په استول سوي برېښناليک کي ويلي چي دغه بريد د دوى يوشمېر وسله والو کړى او د شاهين قول اردو لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

    هغه ادعا کړې،. چي تر سلو زیاتو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    ملي دفاع وزارت: داعش او طالب ډلو ته مرګ ژوبله اووښتې
    پېغله “کيوي” د خپل طالب خواستګار لخوا ووژل شوه
    ملي دفاع وزارت: داعشیان او طالب وسله وال ووژل شول
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی