په ژوندی پڼه خپرونه
    ولي امریکا پرون د داعش پرضد خاموش وو؟

    ولي امریکا پرون د داعش پرضد خاموش وو؟

    © Sputnik/ Aleksandr Natruskin
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8101

    د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی سلاکار وایي، چي داعش دوه کاله مخکي په افغانستان کي فعالیتونو پیل کړي وو، امریکا یې هغه مهال ولې مخه نیوله، چي اوس يې پرې ستر بم غورځولی دی.

    پخوانی سلاکار وزیر شهزاده مسعود دداعش د ظلمونو د غندلو ترڅنګ له نړیوالو وغوښتل، چي په افغانستان کي دې خپلې درنې وسلې نه ازمایي.

    نوموړي پر امریکا نیوکه وکړه، چي په ننګرهار ولایت کي یې تر اتوم وروسته ستر بم غورځولی دی.

    دغه بم چي د بمونو مور هم ورته ویل کیده، دتیرې جمعې په شپه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کي د داعش پر ستر مرکز غورځول سوی و، چي ددغې ډلې دقوماندانانو په ګډون لسګونو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

    مسعود زیاته کړه، چي ددې بم زیانونه به وروسته معلومیږي او دسیمې پر خلکو او کروندو به ډیرې بدې اغیزې ولري.

    نوموړي په هیواد کي روان سیاسي وضعیت په اشارې سره پر ټولو سیاسي ګوندونو او هیوادوالو داتفاق او اتحاد غږ وکړ او زیاته یې کړه، چي په یووالي سره له دښمن سره مقابله کیدی شی.

    شهزاده مسعود یو ځل بیا دعنعنوي لویې جرګې پر جوړیدو ټینګار وکړ او زیاته کړه، چي ټولې امنیتي او سیاسي ستونزې به لویه جرګه کي هواریدلی سی.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    حامد کرزی: افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ډیریدل مثبته پایله نه لري
    حامد کرزی: ډيورنډ کرښه به هیڅکله په رسميت ونه پیژنو
    حامد کرزی د پخوانۍ ولسمشرعبدالله ګل په بلنه ترکیې ته تللی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی