په ژوندی پڼه خپرونه
    غني د امنيتي وضعیت د ارزولو لپاره بلخ ولاړ

    غني د امنيتي وضعیت د ارزولو لپاره بلخ ته ولاړ

    © Photo/ rus.err.ee
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 29 0 0

    جمهور رئيس محمد اشرف غني د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ د امنيتي وضعيت ارزولو او د پرونۍ پېښې ټپيانو سره د ليدنې په هدف نن غرمه دغه ولايت ته ورسېد.

    وسله والو طالبانو پرون په بلخ ولايت كې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو ډله ييز بريد وكړ.
    ځينو بهرنيو رسنيو ويلي، چې په دې پېښه كې له ۱۴۰ زيات كسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپيان دي.
    پر جمهور رئيس غني سربېره اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال جان نيكولسن او د هند لومړي وزير نرېندرا مودي هم پر ۲۰۹ شاهين قول اردو بريد په كلكه غندلى دى.
    د جمهور رئيس په وينا، د بلخ ولايت د پېښې په اړه به ژر هر اړخيزې څېړنې ترسره شي.
    هغه د تروريستانو دا کړنه د ټولو انساني ارزښتونو او اسلامي لارښوونو خلاف عمل بللى دى.

    اړیکه ټینګوونکی:

    ولسي جرګې: غني باید ډېر ژر دې نوي نوماند وزیران معرفی کړي
    اشرف غني له انتونیو ګوترز سره ټيلیفونی خبرې وکړي
    تازه څیړنه: د غني او عبدالله تر منځ اختلافات افغانستان له بې ثباتۍ سره مخ کوی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی