په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان کې سبا ملي ماتم دی

    افغانستان کې سبا ملي ماتم دی

    © AFP 2017/ Ekaterina Lyzlova
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2720

    په ټول افغانستان کې سبا یکشنبه ملي ماتم اعلان شو او په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې دې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي.

    د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ کې د وروستي تروریستي برید شهیدانو ته د درناوي په خاطر د حکم په صادرولو سره سبا یکشنبه ملي ماتم اعلان کړ.

    په حکم کې راغلي دي:

    د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو د اعزاز او درناوي په موخه چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو جومات کې د جمعې لمانځه اداکولو په وخت کې شهیدان شول، لاندې مراتب منظور دي.

    لومړۍ ماده:

    یکشنبه ۳/۲/۱۳۹۶ملي ماتم اعلان شو او په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې دې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي.

    دویمه ماده:

    د جمهوري ریاست ارګ جامع جومات او د هېواد ټولو جوماتونو کې دې ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا ځانګړي مراسم د یوې ورځې لپاره ترسره شي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    افغانستان کې ۶۸ داعشیان او طالبان وژل شوي
    د جمهور ریس سلاکار: طالبان نشي کولای د داعش پروړاندې جګړه کې ښکیل وي
    د پاکستان حکومت هڅه کوي، طالبان د مسکو په غونډه کې گډون ته وهڅوي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی