په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان ملي دفاعي د القاعده شبکې غری وژل شوي

    د افغانستان د ملي دفاع د ځواکونو په عملیاتو کی د القاعده شبکې غړی وژل شوي

    © AP Photo/ Allauddin Khan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1601

    په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان او ۵ تنو د القاعده شبکې غړو په شمول ۲۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي .

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان او ۵ تنو د القاعده شبکې غړو په شمول ۲۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیکا، غزني، کندهار، ارزګان ، زابل فراه ، بلخ فاریاب کندز، سرپل ، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د باغي او چینو کلیو په اړوندو سیمو کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان ملا نور آغا او ۵ تنو د القاعده شبکې غړو په شمول ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، یو موټر او ۵ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار په اړوند سیمه کې ۷ تنه طالب تروریستان وژل شوي او د فاریاب ولایت د بلچراغ په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

    همدا راز په یادو عملیاتو کې د غزني ولایت مرکز د قلعه قاضي په اړوند سیمه کې ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي او د کندز ولایت ښار د تلوکه په اړوند سیمه کې ۲ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    ملي دفاع وزارت:د طالبانو ۲ مشران ملا توریالی او ملا احمد ووژل شول
    ملي دفاع وزیر: کوم تصادفي جنرال او وزیر نه یم
    د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به د مارچ په ۱۷ د روسیی د دفاع وزیر سره وګوري
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی