په ژوندی پڼه خپرونه
    غني له افغان امنیتي چارواکو سره خبري وکړي

    غني له افغان امنیتي چارواکو سره خبري وکړي

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    د افغانستان جمهور رئیس وویل، دا هر سرتېری اتل دی چې د وطن د ښه راتلونکي لپاره یې د خدمت لاره اختیار کړې، ما بلخ ولایت ته په خپل ننني سفر کې د دې تروریستي پېښې د ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه او هغوی د دښمن پر ضد د مبارزې لوړه روحیه لرله.

    د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني په ارګ کې توحید ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو والیانو، د قول اردو، د پولیسو د زونونو او امنیه قوماندانانو او همدارنګه د ملي امنیت، حج او اوقافو، اطلاعات او فرهنګ، پوهنې رئیسانو او د ولایتي شوراګانو رئیسانو او غړو سره د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

    جمهور رئیس غني د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ باندې د تروریستي برید په خاطر د خپلې ډاډګېرنې مراتب ټولو خلکو ته څرګند کړل وې ویل، د جمعې په ورځ زموږ په اولادونو د عبادت پرمهال تروریستي برید وشو او شهیدان شول.

    جمهور رئیس څرګنده کړه، په دې اړه جدي څېړنې پیل شوي او د ملي دفاع وزیر مرستیال، لوی درستیز او د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال په ساحه کې حضور لري. هغه وویل خپلو سیمو ته د شهیدانو د جسدونو د انتقال ترتیبات نیول شوي دي.

    جمهور رئیس غني زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ته بې ساري تلفات واړول او موږ باید درک کړو چې په افغانستان کې د جنګ ډول بدل شوی، دښمنان د جنګ په ډګر کې له ماتې وروسته زموږ ملکي وګړي، جوماتونه، تکایا، علما، ښځې ، ځوانان او ماشومان په نښه کوي.

    جمهور رئیس څرګنده کړه، د افغانستان جنګ داخلي نه دی، موږ د بین المللي مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو او بین المللي تروریستي ډلو سره د جنګ په حال کې یوو. هغه وویل، د دښمن کوښښ دادی چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي، اما اجازه نه ورکوو او په قاطعیت کوښښ کوو چې د پنځو راتلونکو نسلونو ارامي تامین کړو.

    جمهور رئیس غني یادونه وکړه، موږ په حساسو شیبو کې قرار لرو او باید په ټول مقاومت تاریخ جوړونکي شو او دښمن او ټولې تروریستي ډلې انزوا ته بوځو. هغه زیاته کړه، اقلیت ډلې په هیڅ وجه زموږ اراده نشي بدلولی.

    جمهور رئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل: نننی افغانستان، پرونی افغانستان نه دی، که واقعاً جرئت لرئ، راشئ له علماو، ځوانانو او ښځو سره بحث او مذاکره وکړئ نه دا چې هر ځای هغوی په نښه کړئ.

    محمد اشرف غني څرګنده کړه، نن ولسي بسیج ته اړتیا ده او ټول باید د تروریستانو د جنایاتو پر ضد خپل غږ پورته کړي، ځکه دا د ټولو خلکو مشترک درد دی او د تروریزم او د افغانستان د دښمنانو ضد مبارزه کې زموږ اراده نه بدلېږي.

    په دې ویډیو کنفرانس کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو، د ملي امنیت عمومي رئیس، د پوهنې، لوړو زده کړو، حج او اوقافو، سرحدونو او قبایلو وزیرانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست، عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس هم حضور درلود.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    غني د امنيتي وضعیت د ارزولو لپاره بلخ ته ولاړ
    ولسي جرګې: غني باید ډېر ژر دې نوي نوماند وزیران معرفی کړي
    اشرف غني له انتونیو ګوترز سره ټيلیفونی خبرې وکړي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی