په ژوندی پڼه خپرونه
    An Afghan National Army (ANA) soldier takes up position at the site of a suicide car bomb attack in Kabul, Afghanistan. (File)

    کشاف: مونږ له بې رحمه او غدار دښمن سره مخ یوو

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 19 0 0

    د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف وویل بدبختانه مونږ له داسې بې رحمه او غدار دښمن سره مخ یوو چې اسلامي او بشري ارزښتونو ته پام نه کوي.

    مولوي کشاف زیاته کړه، تروریستان په مدرسو او ښوونځیو کې چاودنې کوي او کوچنیان وژني، په بازارونو کې چاودنې کوي او خلک قتلوي، زموږ مسلمان ملت په کومه ګناه وژل کېږي.


    په ۲۰۹ شاهین قول‎اردو کې د تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون، د ارګ په جامع جومات کې تر سره شول.

    په دې مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوررئیس دوهم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، مخکېني ولسمشر حامد کرزي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي، اداري پلاوي، د ملي شورا ځینې استازو، د کابینې  ځینو غړو او د وزارتونو ځینو معینانو، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د هېواد د علماو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د علماو شورا یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مراد علي مراد، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر، د مخکېني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، د ملي دفاع مخکېني وزیر عبدالرحیم وردګ او د افغانستان د وسلوالو ځواکونو زیات شمېر منسوبینو، ګډون درلود.

    په دې مراسمو کې، د افغان قاریانو د قرآن کریم ختم وکړ او د ۲۰۹ شاهین قول‎اردو د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه او هغوی ته یې د لوی خدای (ج) په دربار کې د فردوس جنت هیله وکړه.

    د مراسمو په پای کې د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف خبرې وکړې، وې ویل بدبختانه مونږ له داسې بې رحمه او غدار دښمن سره مخ یوو چې اسلامي او بشري ارزښتونو ته پام نه کوي.

    مولوي کشاف زیاته کړه، تروریستان په مدرسو او ښوونځیو کې چاودنې کوي او کوچنیان وژني، په بازارونو کې چاودنې کوي او خلک قتلوي، زموږ مسلمان ملت په کومه ګناه وژل کېږي.

    هغه د لوی خدای (ج)په دربار کې دعا وکړه چې د افغانستان مسلمان ملت نور له دې درد او کړاو څخه وژغوري او په افغانستان کې همېشنۍ سوله او ثبات ټینګ شي.

    د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس د حکم پر بنسټ نن په هېواد کې ملي ماتم اعلان او د افغانستان بیرغ به په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې، نیمه ځوړند وي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی