په ژوندی پڼه خپرونه
    پارلمان

    د افغانستان لوی درستیز استعفا وکړه

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13 0 0

    د افغانستان د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز له خپلو دندو استعفا کړې ده.

    ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې محمد اشرف غني ددې کسانو استعفا منلې او پر ځای به یې نوي کسان وګومارل سي.

    ویل کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال طارق شاه بهرامي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او جنرال یفتلي هم د لوی درستیز د سرپرست په توګه کار پیل کړي.

    د ملي دفاع وزیر عبدالله حبيبي‌او لوی درستیز قدم شاه شهیم له دې امله تر سختو نیوکو لاندې و، چې د مزارشریف په ګډون پر ملي پوځ د ګډو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي او کار نه شي کولای.

    په افغانستان کې د امنیت په خرابېدو پر امنیتي چارواکو ورځ تر بلې نیوکې ډېرېږي.

    عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس په دې وروستیو کې د ولسي جرګې لخوا هم استیضاح سول.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی