په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ

    د افغانستان د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز له خپلو دندو استعفا کړې ده

    © Wikipedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16 0 0

    ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې محمد اشرف غني ددې کسانو استعفا منلې او پر ځای به یې نوي کسان وګومارل سي.

    ویل کېږي، چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال طارق شاه بهرامي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او جنرال یفتلي هم د لوی درستیز د سرپرست په توګه کار پیل کړي.

    د ملي دفاع وزیر عبدالله حبيبي‌او لوی درستیز قدم شاه شهیم له دې امله تر سختو نیوکو لاندې و، چې د مزارشریف په ګډون پر ملي پوځ د ګډو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي او کار نه شي کولای. په افغانستان کې د امنیت په خرابېدو پر امنیتي چارواکو ورځ تر بلې نیوکې ډېرېږي.

    عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس په دې وروستیو کې د ولسي جرګې لخوا هم استیضاح سول.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی