په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan national Army (ANA) troops keep watch near the site of an ongoing attack on an army headquarters in Mazar-i-Sharif, northern Afghanistan April 21, 2017.

    د افغانستان په دفاع وزارت کې نوي بدلونونه

    © REUTERS/ Anil Usyan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 49 0 0

    ولسمشرۍ ماڼۍ وایي دا بدلونونه د ظرفیت د لوړوالي، د چارو د ښه ترسره کیدو، د سولې تامین او د قانون د لا حاکمیت په موخه ترسره شوي دي.

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دفاع وزارت کې د ځینو لوړ پوړو چارواکو د دندو د بدلون وړاندیز لاسلیک کړ.
    د دغه وړاندیز له مخې د لاندې چارواکو په دندو کې بدلون راغلی:
    ۱ — د ۲۰۷ظفر قول اردو مشر برید جنرال امان الله په بلخ کې د مهمند خان پر ځای د ۲۰۹شاهین قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی.
    ۲ — د ۲۰۹شاهین قول اردو قومندان، مهمند خان کټوازی له دندې لرې شوی او د ستر درستیز د ریاست د کادر او پرسونل د احتیاط فعال په بست کې ګمارل شوی دی.
    ۳ — د ۲۰۳تندر قول اردو قومندان، محمد ناصر د ۲۰۷ظفر قول اردو لپاره د جنرال امان الله پر ځای ټاکل شوی.
    ۴ — د دویمې ضربتي لوا قومندان برید جنرال امان نظر د ۲۰۵اتل قول اردو د قومندان په توګه د تورن جنرال داوود شاه پر ځای ټاکل شوی.
    ۵ — د ۲۰۵اتل قول اردو قومندان، تورن جنرال داوود شاه د ستر درستیز د کادر او پرسونل د احتیاط فعال په بست کې ګمارل شوی دی.
    ۶ — د تندر قول اردو د دویمې لوا قومندان، برید جنرال عبدالواسع، د ۲۰۳تندر قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی.
    په دفاع وزارت کې دا بدلونونه په داسې حال کې اعلانیږي چې نن دفاع وزیر، عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم هم خپلې استعفاوې وړاندې کړې.
    دا پيښې له هغه وروسته شوي چې وسله والو طالبانو د تیرې جمعې په ورځ بلخ پر ۲۰۹شاهین قول اردو برید وکړ، چې په ترڅ کې يې له ۱۵۰ زیات پوځیان ووژل شول.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی