په ژوندی پڼه خپرونه
    Министр обороны США Джеймс Мэттис

    غني د امریکا دفاع وزیر سره وکتل

    © AP Photo/ Matt Dunham
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7001

    په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي مسایلو، له تروریزم سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړغني د امریکا دفاع وزیر سره وکتل

     ې د امریکا د دفاع وزیر د خپل هېواد د حکومت او خلکو په استازیتوب، جمهوررئیس او د افغانستان ولس ته په ۲۰۹ شاهین قول‎اردو کې د تروریستي پېښې په اړه د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل، زیاته یې کړه چې امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله تعهد لري او په سرتېرو د عبادت پر مهال دا بزدلانه برید  د تروریستانوکمزورې روحیه او انسانیت ته د هغوی نه پابندي ښیي

    هغه زیاته کړه، زمونږ ماموریت په افغانستان کې پای ته نه دی رسیدلې او مونږ د افغان دولت او خلکو ترڅنګ ولاړ یوو، د هغه اهمیت له کبله چې افغانستان یې موږ ته لري، موږ خپل باتجربه افراد دغه هېواد ته رالېږلي دي.

    جمیز مټیس وویل، په افغانستان کې زمونږ حضور د نېک هدف لپاره دی او موږ باید خپله ډیپلوماسي او نظامي چارې له یو بل سره همغږې او مرتبطې کړو.

    د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه، زه ستاسې ستونزې درک کوم ، خو په افغانستان کې د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په برخو کې اقدامات محسوس دي.

    جمهوررئیس غني له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو له دوامداره مرستو او ملاتړه د مننې تر څنګ د درې عمده ننګونو تروریزم، نشه یي توکو او اداري فساد یادونه وکړه وې ویل د افغانستان جګړه، کورنۍ جګړه نه ده، بلکې امنیتي او دفاعي ځواکونه له بین المللي تروریزم سره په لومړۍ کرښه کې دي.

    هغه څرګنده کړه، تروریستان غواړي له افغانستان څخه د خېز وهلو تختې په توګه استفاده وکړي اما په تېرو شپږ میاشتو کې د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو تلفات د تېرو ۱۵ کالو په پرتله زیات وو.

    جمهور رئیس غني د امریکا دفاع وزیر ته وویل، چې د ده نېکې هیلې جمهور رئیس ټرامپ ته ورسوي.

    محمد اشرف غني وویل، د اصلاحاتو راوړل او اداري فساد سره مبارزه تجملي کار نه، بلکې زموږ مکلفیت او تعهد دی.

    هغه زیاته کړه، موږ باید تروریزم د ګډ نړیوال خطر په توګه ومنو او پر ضد یې ګډه مبارزه وکړو.

    په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هغه هېواد د سرتېرو د قربانۍ او له افغانستان سره د مرستو قدرداني وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو او پرمختګونو یادونه وکړه.

    د دې کتنې په پای کې د امریکا د دفاع وزیر وویل، له افغانستان سره زموږ اړیکې ښې او دوستانه دي او موږ متعهد یوو چې دا اړیکې پراخه او پیاوړې کړو.

    په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي مسایلو، له تروریزم سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.

    د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا دفاع وزیر جیمزمټیس سره چې د یاد هېواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.

    په پیل کې د امریکا د دفاع وزیر د خپل هېواد د حکومت او خلکو په استازیتوب، جمهوررئیس او د افغانستان ولس ته په ۲۰۹ شاهین قول‎اردو کې د تروریستي پېښې په اړه د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل، زیاته یې کړه چې امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله تعهد لري او په سرتېرو د عبادت پر مهال دا بزدلانه برید  د تروریستانوکمزورې روحیه او انسانیت ته د هغوی نه پابندي ښیي.

    هغه زیاته کړه، زمونږ ماموریت په افغانستان کې پای ته نه دی رسیدلې او مونږ د افغان دولت او خلکو ترڅنګ ولاړ یوو، د هغه اهمیت له کبله چې افغانستان یې موږ ته لري، موږ خپل باتجربه افراد دغه هېواد ته رالېږلي دي.

    جمیز مټیس وویل، په افغانستان کې زمونږ حضور د نېک هدف لپاره دی او موږ باید خپله ډیپلوماسي او نظامي چارې له یو بل سره همغږې او مرتبطې کړو.

    د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه، زه ستاسې ستونزې درک کوم ، خو په افغانستان کې د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په برخو کې اقدامات محسوس دي.

    جمهوررئیس غني له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو له دوامداره مرستو او ملاتړه د مننې تر څنګ د درې عمده ننګونو تروریزم، نشه یي توکو او اداري فساد یادونه وکړه وې ویل د افغانستان جګړه، کورنۍ جګړه نه ده، بلکې امنیتي او دفاعي ځواکونه له بین المللي تروریزم سره په لومړۍ کرښه کې دي.

    هغه څرګنده کړه، تروریستان غواړي له افغانستان څخه د خېز وهلو تختې په توګه استفاده وکړي اما په تېرو شپږ میاشتو کې د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو تلفات د تېرو ۱۵ کالو په پرتله زیات وو.

    جمهور رئیس غني د امریکا دفاع وزیر ته وویل، چې د ده نېکې هیلې جمهور رئیس ټرامپ ته ورسوي.

    محمد اشرف غني وویل، د اصلاحاتو راوړل او اداري فساد سره مبارزه تجملي کار نه، بلکې زموږ مکلفیت او تعهد دی.

    هغه زیاته کړه، موږ باید تروریزم د ګډ نړیوال خطر په توګه ومنو او پر ضد یې ګډه مبارزه وکړو.

    په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا دفاع وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هغه هېواد د سرتېرو د قربانۍ او له افغانستان سره د مرستو قدرداني وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو او پرمختګونو یادونه وکړه.

    د دې کتنې په پای کې د امریکا د دفاع وزیر وویل، له افغانستان سره زموږ اړیکې ښې او دوستانه دي او موږ متعهد یوو چې دا اړیکې پراخه او پیاوړې کړو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی