په ژوندی پڼه خپرونه
    A combination of still images taken from a video released by the U.S. Department of Defense on April 14, 2017 shows (clockwise) the explosion of a MOAB, or mother of all bombs, when it struck the Achin district of the eastern province of Nangarhar, Afghanistan

    حاجی قدیر: د امریکا موخه په اچین کي کانونه و نه داعش

    © REUTERS/ U.S. Department of Defense
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13510

    د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چي دغه بم د داعش پر مرکزونو نه دی غورځول سوی، بلکي په وینا یې د داعش وسله وال درې ورځې وړاندې په مرموز ډول له سیمې بل ځای ته لېږدول سوي وو.

    د هغوي په آن، په ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کي د امریکا لخوا د بمونو مور تر کارونې درې ورځې مخکي داعشیان له دغه ځایه خوندي ځایونو ته انتقال سوي وو.

    د امریکا له لوري د دغه بم له کارونې دیارلس ورځې تېریږي، خو تر اوسه سیمې ته هېڅوک نه دي پرېښودل سوي او په دې تړاو له خلکو سره سته پوښتنې هم بې ځوابه پاتې دي.

    خو په ولسي جرګه کي د ننګرهار ولایت استازی حاجي ظاهر قدیر وايي، چي دغه بم  د داعش پر مرکزونو نه دی غورځول سوی، بلکي په وینا یې د داعش وسله وال درې ورځې وړاندې په مرموز ډول له سیمې بل ځای ته لېږدول سوي وو.

    هغه د جرګې په غونډه کي وویل، چي داعش لا هم په سیمه کي شته او پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري.

    قدیر وویل:«په اچین کي اوس هم د داعش ډېر مرکزونه سته، هېڅ مرکز نه دی په نښه سوی. امریکا په دې ډول کارونو سره غواړي چي یو ځل بیا په افغانستان کي جګړې ته داخله سي.»

    نوموړي ادعا وکړه چي اوس هم د بمبار سوې سیمې په ۴۰۰ مترۍ کي داعش وسله وال له افغان ځواکونو سره جګړه کوي او هلته فعال مرکزونه لري.

    د ولسي جرګې بل غړي جعفر مهدوي هم وویل، چي په اچین کي پر داعش د لوی بم د کارونې خبره کيږي، خو تر اوسه حتی چا د کوم داعشي جنازه هم نه ده لیدلې.

    د هغه په وینا، په افغانستان کي ډېره پېچلې لوبه روانه ده.

    د هغه په آن، د روانو نا امنیو اصلي لامل له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک وباله او وایي چي افغانان د ملي یوالي حکومت د ناسمو پرېکړو قرباني ورکوي.

    د همدارنگه د جرګې غړي عبدالرحمن رحماني وویل:« کله چي له امریکا سره ننګین امنیتي تړون لاسلیکيده، موږ غاړه خلاصه کړې وه چي دا تړون به افغانستان ته بدبختي په برخه کوي. تر څو چي دا تړون وي، نه به مو سر خوندي وي او نه ناموس.»

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی