په ژوندی پڼه خپرونه
    په فلوجه کې ځوانان په مریانو او کوچنیان په ځانمرګو بدلېږي

    لوګر كې د حقاني شبكې دوه غړي ووژل شول

    © Photo/ Screenshot
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 25 0 0

    دغه كسان د حقاني شبکي د يو قوماندان جليل مقدس له خوا په لوګر ولايت کې د بريدونو لپاره ګومارل شوي وو.

    د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې ځواكونو يې په لوګر ولايت كې د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې د حقاني شبكې دوه غړي وژلي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي.
    د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه كسان د حقاني شبکي د يو قوماندان جليل مقدس له خوا په لوګر ولايت کې د بريدونو لپاره ګومارل شوي وو.
    د حقاني شبكې د پنځو نيول شوو غړو نومونه ګل رحمن، باتور، الياس، انار ګل او طلا محمد ښودل شوي دي.
    يادو کسانو اعتراف کړی، چې دوی ته د لوګر ولايت د ناامنه کېدو دنده له ډيورنډ فرضې کرښې هاخوا د پرديو له خوا ورکړل شوې وه.
    په دغو عملياتو کې د ملي امنيت ځواکونه توانېدلي د ترهګرو له پټنځای څخه د دهشکې دېرش صندوقه مرمۍ، د ۸۲ ملي متري توپ ۱۶ مرمۍ، د هاوان ۶ مرمۍ، د راکټ ۱۶ مرمۍ، يوه تومانچه او ځينې نور اړوند اسناد ترلاسه کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی