په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکایی چارواکو منلی چی په افغانستان کی د نشه یی توکو د تولید چاری لا پیاوړی شوی دی

    والي: امنيتي چارواکي له بزګرانو سره د کوکنارو په کښت او توليد کې مرسته کوي

    © Photo/ UN Photo/UNODC/Zalmai
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1101

    په بدخشان حکومتی چارواکی وایی، امنيتي چارواکي د بدخشان له بزګرانو سره د کوکنارو په کښت او توليد کې مرسته کوي او وروسته يې په نظامي ګاډو کې د قاچاق زمينه برابروي.

    د بدخشان والي واییي، چې د بدخشان ولايت يو شمېر امنيتي مسئولين او غير مسئول وسله وال د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري او آن دا وړ توکي په نظامي موټرونو کې لېږدول کيږي.

    په بدخشان کې نشه يي توکي له نظامي وسایطو په ګټې اخيستنې سره قاچاق کيږي.

    د بدخشان والي احمد فيصل بيګزاد چې په دې ولايت کې يې د کوکنارو د له مينځه وړلو د کمپاين په پرانيستغونډه کې خبرې کولې وويل، ګاونډي هېوادونه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق له لارې ترهګر تمويلي، چې د هېواد پر امنيت يې ناوړه اغېزه کړې ده.

    والي و نه ويل، چې د بدخشان کوم امنيتي چارواکي د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري، خو زياته يې کړه، چې څه موده مخکې هم د دې ولايت په کشم ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو يو هاموي موټر په داسې حال کې و درول سو، چې اته کيلو ګرامه هيروئين پکې بار سوي و.

    په بدخشان کې د کوکنارو د له مينځه وړلو کمپاين نن په داسې حال کې پيل سو، چې د دې ولايت بزګران د خپل ژوند له ناوړه وضعيت څخه سر ټکوي او وايي، چې د ځمکو حاصلات يې اړتياوې نه سي پوره کولای.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی