په ژوندی پڼه خپرونه
    حکومت افغانستان به برخورد دوگانه با آزادی بیان متهم شد

    تازه سروي: چارواکې د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي

    © Sputnik/ کسرا
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 420

    کابل پریس کلب د رسنیو او خبریالانو د ملاتړي بنسټ په توګه هر کال له کابل پرته په ۳۳ ولایتونو کې د رسنیو د فعالیت او په ولایتونو کې معلوماتو ته لاسرسي حالت ارزوي، چې اوسنی راپور یې د تېر یوه کال حالت بیانوي.

    د کابل پریس کلب د بورډ د پریکړې له مخې سږ کال په ټولو ولایتونو کې له خبریالانو د هغوی د ولایت د رسنیز حالت په اړه د پوښتنو ۴۰۰ فورمې د هېواد ۳۳ ولایتونو د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لسمې د ۲۰۱۷ د اپریل تر پنځلسمې نیټې پورې ولیږل چې ټول یې په خپله د خبریالانو په لاس ډک شوي دي.
    د ټولو فورمونو له ډلې پنځلس سلنه فورمې چې ۶۱ فورمې کیږي ښځېنه خبریالانو ډکې کړې دي.
    ولایتونو ته د هغوی د رسنیزو فعالانو یا ترې د نشر شویو خبرونو له مخې له اوو تر اته ویشت فورمونو ویشل شوي و، یعنې هغه ولایتونه چې د خبریالانو شمېر او فعالیت په کې زیات هغوی ته ډير او هغه ولایتونه چې د خبریالانو شمېر په کې لږ دی کم فورمونه استول شوي و.
    د فورم ډول:
    د رسنیز فعالیت او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالانو ته د هغوی د والي، امنیه قوماندان، د ولایت د نورو سرچینو او خپلو تجربو د لیکلو فرصت ورکړل شوی و.
    خبریالانو په دغه فورمونه کې د ملکي او پوځي ادارو د همکارۍ کچه له رسنیو سره د (ډير همکار، همکار، هکار نه دی، هیڅ همکار نه دی او رسنیز فعالیت پر وړاندې خنډ دی) انتخابونو له لارې ټيک مارک کولی شوی.
    خبریالانو په فورمونو کې دا انتخاب په خپله درلود چې په خپلو ولایتونو کې له کومو دولتي سرچینو د خبري منابعو په توګه ګټه اخلي او څو ځله یې په تېر یوه کال کې دولتي ادارو ته د خبرونو د تایید لپاره مراجعه کړې.
    د کابل پریس کلب د بورډ د پریکړې له مخې د هر ولایت ټولو فورمونو سل نمرې لرلې، یعنې هغه ولایت چې اته ویشت فورمونه یې لرل هم ټولنیزه کچه یې سل نمرې کېده او هغه ولایت چې اووه فورمونه یې هم لرل د نمرو کچه یې سل وه.
    دغه فورمې تر پوره ارزونې وروسته د کابل پریس کلب د پنځه کسیز بورډ له لوري وکتل شوې او بیا په شل کسیزه کمېټه کې پرې د رایو ګراف تر عنوان لاندې کار وشو او هر ولایت ته د هغوی د مثبو او منفي رایو کچه مشخصه او نتیجه یې په یوه جدول کې روښانه شوه.
    خبري سرچینې
    پوځ (ملي اردو):
    په ولایتونو کې له ولایتي ادارې، پولیسو او ریاستونو پرته تر ټولو مهمې ادارې چې خبریالان تر معلومات اخلي د پوځ یا ملي اردو مطبوعاتي دفتر دي.
    د سروې پایلې ښيي، چې د افغانستان په شمالي، لویدیځو او جنوبي ولایتونو کې تر ولایتي ادارو د ډیرو خبرونو پخلی د پوځ قوماندان کوي.
    د پوځ قوماندانان او منسوبین په خورا جګړه ییزو حالاتو کې هم د خبریالانو لپاره معلوماتي سرچینې ګرځېدلي دي.
    د پوځ په اړه د نظر ورکوونکو تر ټولو مهم ټکی دادی، چې ټول سفرونه له پوځیانو سره کوي، نو ځکه افغان پوځیان د خبریالانو لپاره تر ټولو مهمې خبري سرچینې دي.
    د سروې د پایلو له مخې د پوځ بېلا بېل مسوولین د قول اردو، لوا او ان تر کنډک پورې قوماندانان خبریالانو ته خبري سرچینې ګرځېدلې؛ خو په دغه سرچینو کې ستونزه داده چې ورکړل شوې شمېرې يې بیا له هغه شمېرو سره توپير لري، چې د ولایتي ادارو له لوري ورکول کیږي.
    ولایتي شوراګانې:
    هغه خبري سرچینې چې نږدې په ټول افغانستان کې کاریږي ولایتي شوراګانې دي، او د خبریالانو د لیکلو نظرونو پر بنسټ دوی د ولایتي شورا نظرونه هغه مهال اخلي، چې دولتي سرچینې یا نه موندل کیږي او یا هم موضوعات د دولت ضد انګیزه ولري.
    خبریالانو په خپلو تجربو کې لیکلي، چې د ولایتي شورا خبرونه ډیری وخت د د دولتي ادارو له نظرونو سره ډير توپير لري مانا دا چې د دولتي ادارو او ولایتي شوراګانو تر منځ همغږي نه شته.
    ځېنو خبریالانو دا هم لیکلي، چې په ځینو مواردو کې د ولایتي شورا د غړو څرګندونې غیر مسوولانه او هوايي وي.
    روغتونونه:
    روغتونونه څلورمه درجه خبري سرچینې دي، چې په ولایتونو کې خبریالان ترې ګټه اخلي.
    د هرات د خبریالانو په څېر د څو ولایتونو خبریالانو په خپلو تجربو کې لیکلي، چې روغتونونه د بېړنیو او جنایي پېښو پر مهال دوی ته معلومات ورکوي.
    نورې سرچینې:
    قومي مشران، د پېښو عیني شاهدان او عام وګړي هم په کمو مواردو کې د خبري سرچینو په توګه په ځېنو ولایتونو کې کاریږي.
    د ولایتونو اوسنی وضعیت
    په ټوله کې د سروې پایلي ښيي، چې په تېر یوه کال کې له رسنیو سره د ولایتي مسوولینو چلند ښې خواته نه دی تللی او معلوماتو ته لاسرسی په ۳۳ ولایتونو کې تر یوه کال وړاندې محدود شوی دی.
    د نظر پوښتنې د نتیجې پر بنسټ د هېواد په نهه ولایتونو کې خبریالانو د رسنیز فعالیت او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې زیاتې منفي رایې کارولې دي.
    د پایلو پر بنسټ بادغیس، غور او ډایکنډي په ترتیب سره هغه درې ولایتونه دي، چې هم په کې د رسنیزو فعالانو کچه کمه ده او هم یې ولایتي مسوولین تر نورو بې غوره دي.
    د بادغیس ولایت له مقامه په تېر یوه کال کې حتی محدود شمېر خبرپاڼې خپرې شوې، له رسنیو سره یې والي یا نور مسوولین خورا محدودې یا هیڅ اړیکې نه لري.
    خبریالانو په خپلو تجربو کې لیکلي، چې د بادغیس مسوولین د ټلفون له لارې هم په څو ورځو کې نه موندل کیږي، ان د لویدیځ زون ځينې خبریالان چې د بادغیس پېښې هم تر پوښښ لاندې راولي د بادغیس د والي نوم نه پېژني.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی