په ژوندی پڼه خپرونه
    پارلمان افغانستان

    ابراهیمي: د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چوپه خوله پاتې کېدل سیاسي او مصلحتي بڼه لری

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 27 0 0

    د ولسي جرګې ریئس عبدالرووف ابراهیمي او ځينې حقوق پوهان وايي، چې د بشر ضد جنایتونو پر وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ځانګړي ډول د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر چوپه خوله پاتې کېدل د خواشینۍ وړ موضوع ده.

    دوی ادعا کوي، چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو خونړي برید په اړه د دغه کمېسیون چوپه خوله پاتې کېدل سیاسي او مصلحتي بڼه لرلی شي.

    د بلخ پر ۲۰۹ شاهین قول اردو خونړي برید یوه اوونۍ تیره شوه، چې په دغه برید کې ۱۳۵ پوځيان ووژل شول، خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تر دې دمه په خبر پاڼه کې هم غبرګون نه دی ښودلی.

    د ولسي جرګې رېیس عبدالروف ابراهیمي له یاد کمېسیونه وغوښتل، چې ددغه ډول بریدونو په اړه باید خپل غږ پورته کړي. دی وايي، نړېواله ترهګري هره ورځ له افغانستانه قرباني اخلي او په دې اړه چوپه خوله پاتې کېدل دردناک دی.

    د سیاست او حقوق پوهان هم د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په مصلحتي او سیاسي چلند تورنوي. هغوی وایي، چې دغه کمیسیون له خپلو مسوولیتونو تښتي او د حقوقي مسلو په اړه کومه لانجه نه لري.

    عبدالکبیر رنجبر او نصرالله علم وايي، چې بشري حقونو کمیسیونونو مسوولین باید خپل حقوقي پوهه لوړه کړي. دوی وايي، چې خپله د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د دغې کمیسیون مشره سیما سمر زیات کلیشه‌يي او په ټوله کې سیاسي چلند کوي، نو ځکه خو هغوی بریالي نه دي.

    دغه شنونکي د بلخ ولایت په خونړي برید کې د ۱۳۵ کسانو وژنه یو جنګي جنایت بولي. د دوی پر وینا، د دغه ډول حالت دوام به د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته جدي زیان ورسوي او وطنوال به پر دغه کمېسیون خپل باور له لاسه ورکړي.

    په ټولنیزو شبکو کې هم یو شمېر کسانو د بلخ خونړي برید په تړاو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون چوپه خوله پاتې کېدل خواشینونکي ګڼلي.

    و موغوښتل، چې په دې اړه د سیما سمر او یا هم د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غبرګون هم و پوښتو، خو ددغه کمېسیون مسولینو له څه ویلو ډډه وکړه.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی