په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان وزیر دفاع

    پاکستانی جنرال: د افغانستان د سولې په اړه د روسیې هڅې ښې پایلې لري

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 22 0 0

    د پاکستان د دفاع وزیر وايي،روسیه کولی شي په سیمه کي له خپل نفوذ په استفادې وسله والې ډلې دې ته اړ کړي چي له افغان حکومت سره سوله وکړي او په دې توګه په سیمه کي پرمختګ او امنیت ته زمینه برابره سي.

    سرچینه وايي د افغانستان د سولې په اړه د روسیې هڅې کولی سي ښې پایلې ولري. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف چي تېره ورځ یې د مسکو د نړیوال امنیت تر کنفرانس وروسته د روسیې د دفاع له وزیر سرګي شایګو سره خبرې کولې، ویلې روسیه باید د سیمې د یوه اغیزناک هېواد په توګه د افغانستان د سولې په مسله کي رغنده رول ادا کړي.

    ده ویلي، پاکستان هم د یوه ګاونډي په توګه د افغانستان له سولې او ثبات سره د مرستې لیوالتیا لري.

    د روسیې ددفاع وزیر ویلي، چي هېواد یې هڅه کوي په سیمه کي د هرې غیر قانوني وسله والې ډلې د فعالیت مخه ونیسي، له همدې امله یې هېواد لېواله دی چي وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني او وسلې پر ځمکه کيږدي.

    تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي و، چي په افغانستان کي د ستونزې د حل یوازینۍ لار دا ده، چي طالبان وسله پر ځمکه کيږدي، اساسي قانون ومني او د سولې له پروسې سره یو ځای سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی