په ژوندی پڼه خپرونه
    حامد کرزی

    كرزي: د مسكو او كابل ترمنځ باید شه ګاونډيتوب شتون ولري

    © Sputnik/ Sarhad Zuhal
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26 0 0

    پخواني جمهور رئيس له دې هېوادونو او سازمانونو وغوښتل، چې طالبان سولې ته وهڅوي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره د افغانانو تر مشرتابه لاندې مرسته وکړي.

    پخواني جمهور رئيس حامد کرزي پرون د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې وويل، چې افغانستان دې بېرته د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ په مرکز بدل شي او له هر هغه اقدام څخه دې ډډه وشي، چې دا هېواد د تقابل په ‌‌‌‌‌‌ډګر بدلوي.


    د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې پخواني جمهور رئيس په دې اړه يو سيمه ييز ميکانيزم، چې له نړيوال ملاتړه برخمن وي، وړانديز كړ، ترڅو په افغانستان کې د سولې راوستو ته د افغانانو هڅې تقويه کړي.
    كرزي په ياده برخه کې د روسيې ونډه مهمه وبلله او د مسكو او كابل ترمنځ ګاونډيتوب او مشترکاتو ته په اشارې سره يې زياته کړه، چې په دواړو هېوادونو کې امنيت او ناامني او ثبات او بې ثباتي يو پر بل اغېز کوي.
    هغه په افغانستان کې د سولې ټينګېدو او د تروريزم محوه کولو کې د روسيې، چين، هند، ايران او همداراز د شانګهاى د همکاريو او سارک سازمانونو رول ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم وباله.
    د يادونې وړ ده، چې د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس د روسيې د دفاع وزارت له خوا هر کال جوړېږي او پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سياسي شخصيتونه او د امنيتي برخې چارواکي او متخصصين برخه اخلي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی