په ژوندی پڼه خپرونه
    حامد کرزی

    پخوانی ولسمشر: پر روسيې د امریکې تورونه رښتيا نه دي

    © Sputnik/ Sarhad Zuhal
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 28 0 0

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د امريکايي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چي وايي، روسيه په افغانستان کي د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

    حامد کرزی چي د نړيوال امنيت په کنفرانس کي د ګډون په موخه مسکو ته تللی، له انټرفاکس خبري آژانس سره په خبرو کي يې د امريکايي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چي وايي، روسيه په افغانستان کي د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

    نوموړي ويلي، د امريکا متحد ايالتونو پرلپسې تورونه پورې کوي، چي روسيه په افغانستان کي وسله والو طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي. کرزي ويلي، دا خبرې رښتيا نه دي.

    دا په داسې حال کي ده، چي څو ورځې وړاندې د امريکا د دفاع وزير په افغانستان کي د روسيې له خوا د طالبانو د ملاتړ په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

    له بلې خوا د دې هېواد يوه لوړ پوړي دفاعي چارواکي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خبرو کي ويلي و، چي روسيې له تېرو ۱۸ مياشتو راهيسې په افغانستان کي طالبانو ته د وسلو ورکړه پيل کړې، او طالبان همدا وسلې په جنوبي ولايتونو کي د افغان او بهرنيو ځواکونو پر خلاف په جګړه کي کاروي. روسي چارواکو په وار وار دا ادعاوې رد کړې دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی