په ژوندی پڼه خپرونه
    حزب اسلامی حکمتیار

    د ګلبدين حکمتيار راڅرګندېدل وځنډېده

    svoboda.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 14410

    په لغمان کې د حکمتيار د هرکلي لپاره په ډېره لويه سويه غونډه جوړه شوې وه خو په نامعلومه علت دغه غونډه وځنډېده.

    د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار د راڅرګندېدو لپاره په لغمان کې د يوې پراخې غونډې تابيا شوې وه، چې د جمعې په ورځ د ثور په اتمه، به نوموړى ولس او د رسنيو مخې ته راڅرګندېږي، خو اوس د لغمان والي وياند سرحدي ځواک ويلي دي، چې د جمعې د ورځې غونډه وځنډېده.

    بل خوا د ښاغلي حکمتيار زوي حبيب الرحمان حکمتيار په کابل کې يو تلويزون سره په خبرو کې ويلي، چې د لغمان غونډه وځنډېده او حکمتيار صېب به د شنبې په ورځ په کابل کې راڅرګند شي.

    په لغمان کې د ښاغلي حکمتيار د هرکلي لپاره په ډېره لويه سويه غونډه راجوړه شوې وه او د مهترلام ښار تړل شوى و، ډېر کلک امنيتي تدابير نيول شوي ول او ډېرى خلک غونډې ته سر له ننه رارسېدلي ول، خو غونډه ولې وځنډېده، په دې اړه لا هم چا څه نه دي ويلي.

    نن په لغمان کې د ښاغلي حکمتيار سره ډېرى خلکو ليدلي دي او په وېنا يې، ښاغلى حکمتيار په لغمان کې دى او د خپل حزب له قوماندانانو سره يې ليدنې کړي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی