په ژوندی پڼه خپرونه
    پنتاګون به د پلان له مخې ۱،۵ زره تازه دمې پوځیان افغانستان ته ولېږي

    پنتاګون به د پلان له مخې ۱،۵ زره تازه دمې پوځیان افغانستان ته ولېږي

    © AFP 2017/ Frederic Wallois
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 114 0 0

    پنتاګون به د پلان له مخې ۱،۵ زره تازه دمې امریکايي پوځیان په افغانستان کې د «آزادۍ د ساتنې» په نامه د عملیاتو په چوکاټ کې دې هیواد ته ولېږي. په دې هکله خبر د امریکا ددفاع د چارو د وزارت د رسنیزو چارو ددفتر چارواکي ریچارد کیبینیس ورکړی دی.

    نوموړي څرګنده کړه:«په دغې اعلامیه کې (د پوځیانو د لېږدولو په هکله) ویل کېږي؛ چې په دې ډول سره (په افغانستان کې د امریکايي محدودو پوځیانو) په شمیر کې هیڅ ډول بدلونونه رامنځ ته شوي نه دي».

     له دې مخکې د«ډایلي بیست» رسنۍ خبر ورکړی وو؛ چې پینتاګون به افغانستان ته ۱،۵ زره نور پوځیان افغانستان ته واستوي. ریچارد کیبینیس څرګنده کړه؛ چې دغه پوځیان به په دې هیواد کې د روان کال په اوړي کې ځای پرځای شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی