په ژوندی پڼه خپرونه
    ولسمشر غني: اوس د وسلې زور ختم شوي

    ولسمشر غني: اوس د وسلې زور ختم شوي

    © Photo/ rus.err.ee
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 183 0 0

    د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وویل، اوس هغه وخت تېر دی چي ځینې خلک به راپورته کيږي او د وسلې په زور به حکومت ګواښي.

    ولسمشر اشرف غني همدا راز ژمنه وکړه، چي په امنیتي او دفاعي ادارو کي به له فساد سره جدي مبارزه وکړي او مفسد چارواکي به د قانون منګولو ته وسپاري.

    دده په وینا فساد په هېواد کي جګړه پراخوي او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي.

    افغان ولسمشر وايي، افغانان په پردۍ تحمیل جګړه کي ګیر دي او دا جګړه خورا پېچلې ده.

    ولسمشر اشرف غني چي نن یې په ارګ کي د ثور د اتمې په مناسب خبرې کولې ویلي، افغانان په یوه پردۍ جګړه کي راګیر دي، چي یو اړخ یې له پردیو پیسې اخلي، بې ګناه افغانان وژني، ټولګټې پروژې ورانوي، خپل هېواد نا امنه کوي، د خپل هېواد بنسټیزو پروژو ته زیان رسوي او د پردیو ګټې په خپل هېواد کي پالي.

    دده په وینا دغو ډلو، وژنې د خپلې جګړې لپاره فلسفه او اساس ګرځولی دی.

    نوموړي په ښکاره د کومې ډلې نوم وا نه خیست خو زیاته یې کړه چي د افغانانو د قاتلینو پر وړاندې به تر وروستۍ شېبې مبارزه کوي.

    افغان ولسمشر همدا راز زیاته کړه، اوس هغه وخت تېر دی چي ځینې خلک به راپورته کيږي او د وسلې په زور به حکومت ګواښي. ولسمشر اشرف غني همدا راز ژمنه کړې، چي په امنیتي او دفاعي ادارو کي به له فساد سره جدي مبارزه وکړي او مفسد چارواکي به د قانون منګولو ته وسپاري.

    دده په وینا فساد په هېواد کي جګړه پراخوي او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي.

    ولسمشر زیاته کړې چي راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت تر سره کيږي او د ټاکنو کمیسیون په دې برخه کي پوره خپلواک دی.

    هغه د جګړې پر ښکیلو اړخونو غږ وکړ چي جګړه ودروي او نور د خپلو خلکو وینې تویونه بس کړي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    غني له استرالیایی ټرنبل سره وکتل
    په امریکا کې د افغانستان سفیر : د دفاع وزير استعفی د غني د اصلاحاتو پيل دي
    غني د امریکا دفاع وزیر سره وکتل
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی