په ژوندی پڼه خپرونه
    حکمتیار:طالبان دې له جګړې لاس واخلئ  او راتلونکو نسلونو ته سوله  په میراث پرېږدئ

    حکمتیار: طالبان دې له جګړې لاس واخلئ او راتلونکو نسلونو ته سوله په میراث پرېږدئ

    svoboda.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1310

    حکمتیار زه، پر طالبانو غږ کوم چې له جګړې لاس واخلئ او د سولې له پروسې سره یو ځای سی او راتلونکو نسلونو ته یو امن او سوکاله افغانستان په میراث پرېږدئ.

    د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار همدا راز له وسله والو طالبانو وغوشتل، چې له جګړې لاس واخلي او هغه جګړه دې ودروي چې قربانیان یې یوازې افغانان دي.

    ګلبدین حکمتیار وايي طالبان دې هم له هغه جګړې لاس واخلي، چې قربانیان یې یوازې افغانان دي.

    د حزب اسلامي مشر د سولې تر هوکړې وروسته نن په لغمان کې په لومړنۍ خبرې غونډه کې راڅرګند سو.

    نوموړي په دغه غونډه کې خبریالانو ته د سولې له پروسې سره د یو ځای کېدو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، له سولې یې موخه دا ده چې په ټول هېواد کې تل پاتې او حقیقي سوله ټینګه سي.

    ده وویل ((طالبانو, زه تاسو ته د ورور خطاب کوم، راځئ له جګړو تېر سئ.د افغانانو تر ټولو ستره اړتيا ډاډمن امنيت دی او موږ په همدې هوډ راغلي يو، ځکه مو د مصالحې لړۍ پيل کړه، چې دې جګړې کې يوازې افغان مري)).

    د حکمتیار په وینا، په روانه جګړه کې یوازې افغانان وژل کېږي، ګټې یې نورو ته رسېږي او ناخوالې یې راتلونکو نسلونو ته پاتې کېږي.

    ده همدا راز د وسله والو طالبانو له لوري په جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې د افغانانو وژل په کلکو ټکو وغندل او زیاته یې کړه، په جومات کې پر سجده دښمن هم نه وژنم.

    د حکمتیار په وینا په جومات برید له ټولو اسلامي او انساني حقوقو سره په ټکر کې عمل دی.

    هغه وویل ((ته چې په جومات کې په سجده پروت انسان وژنې تردې ستر وحشت به نو څه وي، که زما دشهید پلار قاتل په جومات کې ووینم په غیږ کې نیسم اود ورورۍ ژمنه ورکوم.

    حکمتیار ویلي، هغوی چې اوس د جهاد په نامه جګړه کوي، د خپلې جګړې لپاره هيڅ ډول شرعي او عقلي دلیل نه لري.

    ده زیاته کړې، پر طالبانو غږ کوم چې له جګړې لاس واخلئ او د سولې له پروسې سره یو ځای سی او راتلونکو نسلونو ته یو امن او سوکاله افغانستان په میراث پرېږدئ.

    د حکمتیار په وینا اقتدار ته د رسېدو پخوانی لارې اوس بدلې سوې دي او د جګړې له لارې قدرت ته رسېدل ناشوني دي، نو جګړه نه ده په کار او هر څه له سوله ییزې لارې تر لاسه کېدای سي.

    نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې ډيری ګاونډیو هېوادونو د افغانستان په نا امنۍ او جګړه کې خپله ونډه ادا کړې ده او زیاته کړې یې ده چې نور دې دغه هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

    ده همدا راز د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې که د افغانستان په سوله او سوکالۍ کې مرسته کوي نو دوی ترې مننه کوي، خو هغوی چې دلته خپله سیمه ییز رقابتونه راوړي د زغم وړ نه دي، دده په وینا نړیوال دې پرېږدي چې افغانان خپلې ستونزې پخپله حل کړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنې نه کوي.

    ده په پای کې وویل، چې ټول ملت دې قومي رقابتونه پرېږدي او له افغانستان دې د سولې او امن ګډ کور جوړ کړي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    حکمتیار به په يوې غونډې كې را څرګند شی
    حکمتیار په لغمان کې را څرګند شو
    ګلبدین حکمتیار لومړی لغمان ته ځي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی