په ژوندی پڼه خپرونه
    په تورکیه کې سوریایي کډوال هڅه کوي، چې ژوند له سپینې پاڼې پیل کړي

    د جګړو له کبله د افغانانو د کډوالي شمیره لوړه سوې ده

    © Sputnik/ Valeriy Melnikov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 210

    په تېر ۲۰۱۶ کال کې ۶۶۰٫۶۳۹ کسان افغانستان کې د روانې جګړې له کبله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستل سوي، چي د وړم ۲۰۱۵ کال پرتله دا شمېره ۴۰ سلنه لوړه سوې ده.

    د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي، په ټوله کې تېر کال ۳۷۰۱۰۲ ثبت شوي افغان کډوال له پاکستان، ۲۲۹۰ له ایران او ۱۸۵ له نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه سوي دي.

    یو اېن. اېچ. سي. آر، اټکل کوي کله چي په اپرېل کې په پاکستان کې د کډوالو مرکزونه وتړل شول، په کور د ننه بې ځایه شویو شمېر هم ورسره ډېر سو.

    په تېره اپرېل میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل، د روان ۲۰۱۷ کال له پیله تر یادې مودې پورې، د افغانستان په سوېل کندهار، هلمند او اروزګان کې د جګړو له امله ښايي زرګونه کورنۍ بې ځایه سوې وي، یوازې ۷ زره کورنۍ په جګړه کې له هلمنده کوچيدلې دي.

    په راپور کې راغلي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۲۵ ولایتونو کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته کډه سوي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی