په ژوندی پڼه خپرونه
    مادر بم

    ننګرهار: امریکا د یوی سپږی لپاره ټول پوستین ته اور واچاوه

    © Sputnik/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 11321

    ځینې ننګرهاریان وایي چې امریکا هیڅ کله افغانانو ته ګتور کار ترسره کړی نه دی او په اچین کې د مور بم کارولو داسی په داګه کړه چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ګتو په لته کې دی.

    • مادر بم
      مادر بم
      © Sputnik/
    • مادر بم
      مادر بم
      © Sputnik/
    • مادر بم
      مادر بم
      © Sputnik/
    1 / 3
    © Sputnik/
    مادر بم

    د دوي په آن ،دغه هیواد د یاد بم غورځولو سره خپله دښمنې له افغانانو سره اعلان کړه او نوموړی هیواد د یوی سپږی لپاره ټول پوستین ته اور واچول.

    دوي ادعا کوي ،امریکا د داعش په پروژه کې بدنامه شوه او په دې ډول بریدونو سره غواړي خلک تیرباسي خو په ټکو یې خلک پوهیږي چې د همدې تروریستي ډلو ترشاه د امریکا لا س به ضرور وي.
    په اچین ولسوالۍ کې قومې مشرحبیب الله نیوکه کوي وایي چې امریکا د دې بم په غورځولو سره افغانانو سره خپله دښمنې وښوده.
    حبیب الله ویره لري چې د دې بم له غورځولو وروسته خلکو ته روغتیایي ستونزې پیدا نه شي.
    د هغه په آن،که امریکا رښتیا هم د داعش له منخه وړل غواړي نو له ډیورینډ فرضي کرښ هاغاړه پاکستان کې دي داعش په نښه او داسې لوی بمونه دې پرې وغورځوي.
    دی وایي: ((داعش خو له پاکستانه راځي دلته جنګونه کوي امریکا یي که ختمول غواړي په پاکستان کې دې د داعش په ځالو داسې لوی بمونه وغورځوي.))

    په ورته وخت کی مدني فعال شریف الله هم وایي، پر اچین د امریکایي ځواکونو له خوا غورځول شوی بم د ټولو اوصولو خلاف کار دی او دا په حقیقت کې په افغان خاوره کې د امریکا د یو ستر بم ازموینه وه چې ویې کړه او خپلو سیالانو ته یې یو پیغام ورکول غوښتل.
    دی زیاتوي امریکا د داعش په پروژه کې بدنامه شوه او په دې ډول بریدونو سره غواړي خلک تیرباسي خو په ټکو یې خلک پوهیږي چې د همدې تروریستي ډلو ترشاه د امریکا لا س به ضرور وي.
    شریف الله وویل، امریکا د داعش پروژه د پاکستان په واسطه مخته وړي او قرباني یي افغان ولس ورکوي.
    نوموړی وایي: ((داعش د امریکا پروژه ده له دې هیڅوک سترکې نه شي پټولی، امریکا پیسې ورکوي او پاکستان یې مخته وړي، که دوي ریښتیا داعش له منځه وړل غواړي نو لومړی دی پاکستان له برید لاندې ونیسي دا خو ټول له پاکستانه راځي.))

    په همدی حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم په خبره: ((دا سمه ده چې ولس پرداعش بریدونه غوښتل او د داعش ځپل یې غوښتل خو دومره غټ بم ته ضرورت نه وه ځکه دا به خلکو ته ډېرې صحي ستونزې پیدا شي، موږ ته دې نمایشي کار نه کیږي بلکي عمل کې دي ولس د داعش له ظلمونو پاکې کړي، موږ ته خپلوموکیلنو ویلي چې د ماشومانو له غوږونو وینې روانې دي.))
    کلیپ ولی مسلم عضو شورای ولایتی ننگرهار
    مسلم زیاتوي مخکې هم په یاده سیمه کې عملیات شوي دي خو کومه نتیجه یې ځکه نده ورکړې جې سیمه بیرته پرېښودل شوې ده، اوس چې دا بم یې هم استعمال کړه بیرته باید سیمه پرې نه ښودل کنه بیا به داعش راپیدا شي، هسې دې خلک امریکا او حکومت په دې نه مصروفه وي چې دومره غټ بم یې استعمال کړی دی په عمل کې دې د خلکو د سر ساتنه وکړي.
    دی زیاتوي پردې بم چې کوم مصرف شوی دا که په دې عملیاتو شوی وی ښه به بریالي وه او خلکو ته به یې تاوان هم نه وه وراړولی دوي خو د خلکو ژوند وګواښه.
    دولایتي شورا وکیل دا هم وایي چې داعش وسله وال په اچین کې په دومره شمیره هم نه دي لکه څومره چې ورته تبلیغات کیږي.
    دننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ ځینې اوسیدونکي پردې ولسوالۍ د امریکا یي ځواکونو له خوا د بمونو مور بم غورځول په کلکو ټکو غندي او دا پر افغان ولس د بمونو له ازمویلو بل څه نه بولي.
    څه کم یوه میاشت وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا د اچین ولسوالۍ په اسدخیلو تنګې کې په دې نامه چې هلته په ډېرو لویو سمڅو کې داعش وسله وال پټ دي د بمونو مور بم وغورځاوه هغه چې تراوس هیچرې نه وه استعمال شوی.
    که څه هم امریکایي ځواکونه او افغان حکومت وایي چې دا برید یې په هماهنګۍ سره کړی او په زیات شمیر داعش وسله والو ته یې په دې برید کې مرګ ژوبله اړولې خو د سیمې خلک وایي چې په یاد برید کې څومره چې امریکا یي ځواکونه او افغان حکومت وایي هغومره مرګ ژوبله نده اوښتې خو په خبره یې ولسي خلکو ته یي سخت زیاد مالي زیانونه اړولي دي.
    همدارنګه د اچین ولسوالۍ د مومند درې اوسیدونکي نور رحیم وویل چې د امریکا له لورې دا برید پرافغان خاوره تیری او د ولس سره لوی ظلم دی.
    نوموړی تور پورې کوي چې داعش خپله د امریکا پروژه ده او په دا ډول بریدونو سره دوي د خلکو په سترګو کې شکې وراچوي.
    دی زیاتوي کله چې په سیمه کې عملیات کیدل او داغه بم غورځیده له دې دوه اونۍ مخکې د دې عملیاتو لپاره تبلغات شوي وه، له الوتکو خلکو ته شپې پانې غورځول شوي وې چې له سیمو وځئ هغه وایي: ((داعش هیڅ دې برید کې ندي وژل شوي دوي دوه اونۍ مخکې ورته تبلغ وکړ چې خلک دې له سیمو وځي موږ عملیات کوو څه فکر کوي چې خلک وځي داعش وسله وال په سیمه کې پاتې کیږي هیڅ امکان نه لري.)(

    وموغوښتل چې په ختیځ کې د بشرحقونو د ادارې نظر هم له ځانه سره ولرو خو د پرله پسې هڅو وروسته یې هم په نظر اخیستلو ونه توانیدو.
    یاده دې وي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ د امریکا یي ځواکونو له خوا د ټرټولو غټ غیري اټومي بم غورځولو بیلا بیل غبرګونونه راپارولي ځینې یې پرافغان خاوره تیری بولي خو ځینې یې د داعش وسله والو د ځپلو لپاره ښه کار بولي

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی