په ژوندی پڼه خپرونه
    کرزی: په افغانستان کې د وضع په ښه کیدو کې د روسیې ونډه باید پوځي نه وي

    کرزی: افغانستان کې باید د روسیې، امریکا، چین اوهند همکاري رامنځته شي

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1310

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ویلی، امریکا، چې افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلې، په دې ۱۵ کلونو کې ترهګري لا پراخه شوې ده. نو دلته ناکامه ده. قربانیان یې افغانان او زموږ سوله ده.

    په افغانستان کې د امریکا له جګړه ییزو سیاستونو سره هم مهاله په کور دننه او بهر، پر دې کار کیږي، چې افغانستان د سترو هېوادونو ترمنځ د تقابل په ډګر بدل نه شي.

    پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې افغانستان د سولې او ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې د نړۍ همکارۍ ته اړتیا لري، ځکه د امریکا په حضور کې ترهګري نه یوازې دا، چې کمه شوې بلکې لا ډیره شوې او خطرناکه شوې ده.
    حامد کرزی پخوانی ولسمشر((موږ په افغانستان کې سوله او له ترهګرۍ سره مبارزه کې نړۍ ته اړتیا لرو. امریکا، چې افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلې، په دې ۱۵ کلونو کې ترهګري لا پراخه شوې ده. نو دلته ناکامه ده. قربانیان یې افغانان او زموږ سوله ده)).
    کرزي د روسیې له آر ټي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې باید د روسیې، امریکا، چین، هند او نورو ترمنځ همکاري رامنځته شي، ځکه دغه هېوادونه د افغانستان ګاونډیان دي.
    حامد کرزی پخوانی ولسمشر((زه چې وایم ستره قدرتونه دې رامخکې شي، دا ټول زموږ ګاونډي هېوادونه دي. دلته روسیه، چین، هند او ایران دي او دغسې پاکستان هم زموږ ګاونډی دی، چې د دوی او امریکا ترمنځ په افغانستان کې همکاري رامنځته شي. زه غواړم افغانستان د رقابتونو ډګر نه شي، غواړم د همکاریو په نقطه بدل شي)).
    کرزی وايي، چې چین روسیه، امریکا به خپلو منځونو کې اختلاف لري، خو دلته افغانستان کې دامریکا به حضور او تر څارلاندې نوې ترهګرې ډلې رامنځته کیږي، چې دا د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر دی.
    حامد کرزی پخوانی ولسمشر((چین، امریکا، روسیه، روسیه او چین په خپل منځ کې رقابتونه لري، خو په افغانستان کې د امریکا تر څار او حضور لاندې خطرناکې ترهګرې ډلې وده کوي، دا دې ته اړتیا لري، چې په اړه یې افغانانو، سیمې او نړۍ ته وضاحت ورکړل شي)).
    کرزی وايي، چې د روسیې په شمول د ټولو هېوادونو تمرکز باید په افغانستان کې د سولې پر رامنتځته کېدو وي او افغانستان د دوی د رقابتونو ډګر ونه ګرځي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی