په ژوندی پڼه خپرونه
    خبریالان ځاني  خوندیتوب نه لري

    دشتي: خبریالان ځاني خوندیتوب نه لري

    © Photo/ د اجراییه ریاست
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 411

    د خبریالانو ټولنو ملي فدراسیون غړي فهیم دشتي د خبریالانو له ‌پاره د امنیت او کاري خوندیتوب نه‌شتوالی جدي اندېښنه وبلله او ویې ویل، چې حکومت په دې برخه کې په تېرو ۱۵ کلونو کې هېڅ راز کار نه دی کړی.

    د افغانستان د خبریالانو ټولنو ملي فدراسیون وايي، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو د څېړنې کمېټې له کارونو خوښ نه دي.

    نن ورځ په کابل کې د "امنیت او کاري خوندیتوب" تر سرلیک لاندې د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

    د خبریالانو ټولنو ملي فدراسیون غړي فهیم دشتي د خبریالانو له‌پاره د امنیت او کاري خوندیتوب نه‌شتوالی جدي اندېښنه وبلله او ویې ویل، چې حکومت په دې برخه کې په تېرو ۱۵ کلونو کې هېڅ راز کار نه دی کړی.

    دشتي ټینکار وکړ، چې خبریالان نه یوازې له ځاني بلکې د کار له اړخه هم خوندیتوب ولري.

    نوموړي له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو د څېړنې کمېټې په چارو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دوه نیمو میاشتو په تېرېدو سره یې هېڅ غونډه نه ده کړې.

    دشتي وویل، سره له دې چې خبریالان د دولتي چارواکو، زورواکو او د ځمکې غاصبینو له لوري ګواښل کېږي؛ دا داسې مهال ده، چې د رسنیو خاوندان د هغوی پر حقونو لکه د بیمې او تقاعد حقوقو سترګې پټوي.

    د خبریالانو ټولنو ملي فدراسیون بل غړي رحیم الله سمندر وویل، د پلازمېنې په پرتله ولایتونو کې د خبریالانو وضعیت ډېر خراب دی.

    دی وايي، په ولایتونو کې د خبریالانو تنخوا کمه ده او هغوی د ناامنۍ له امله نه لرې پرتو سیمو ته هم په اسانۍ سفر نه شي کولی.

    سمندر په ۲۰ ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو نه‌شتوالی ډېر اندېښمنونکی وبللو.

    اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم له خبریالانو سره ژمنه وکړه، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو څېړنې کمېټه کې په افتخاري بڼه ګډون کوي او دا پېښې به وڅېړل شي.

    په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي غوندې ته وویل، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو څېړنې کمېټې تر اوسه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۷۹ دوسیې څېړلي دي.

    رسولي ټینګار وکړ، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ټولې پېښې به د قانون له مخې وڅېړل شي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی