په ژوندی پڼه خپرونه
    حمله به کاروان ناتو در کابل

    د کورنیو چارو وزارت:په نني ځانمرګي بريد کې ۳۳ تنه مړه او ټپيان شوي

    © Photo/ J.A. Kargar
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2310

    د کورنيو چارو وزارت وايي، په ننني ځانمرګي بريد کې ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان شوی دي.

    د یاد وزارت سرپرست ویاند نجیب الله دانش د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه ويلی. د دانش په خبره د پېښې قربانيان ټول عام وګړي دي، چې په سيمه کې له دې لارې تېرېدل.
    په كابل ښار كې نن سهار شاوخوا اته بجې پر بهرنيو ځواكونو ځانمرګى بريد شوى.
    دا بريد د نهمې امنيتي حوزې اړوند د عبدالحق او مسعود څلور لارو ترمنځ سيمه كې شوى دى.
    اوسمهال سيمه د امنيتي ځواكونو له خوا کلا بنده ده. عيني شاهدان وايي، د پېښې په ځاى كې يې پنځه ويجاړ شوي موټرونه ليدلي، چې دوه يې د بهرنيو ځواكونو زغره وال ټانكونه وو.
    د دغه ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی