په ژوندی پڼه خپرونه
    سیما سمر به حکمتیار: شهامت به خرج داده و از مردم معذرت‌خواهی کنید

    بریالې به څوک وي؟ (سیما سمر یا د حزب اسلامي بندیان)

    © Photo/ کسرا
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12820

    د جرګې غړي وایي، چې ۱۶ کاله کېږي سیماسمر په همدې څوکۍ دنده ترسره کوي، چې نه یې دنده بدلیږي او نه یې هم په فعالیتونو کې بې طرفي مراعت کړې ده.

    په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون نېوکې ردوي او ټینګارکوي چې په جنګي او یا بشري جنایتونو متهم دي هیڅوک نه شي کولی هغوی ته بخښنه وکړي.

    سناتوران په عمومي غونډه کې سیما سمر تورنه کړه، د ځينو قضیو سره دوه ګونی چلن کوي.

    دوی وویل، هغه پیښې چې ملکي وګړي په‌ کې وژل کېږي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون اوسنۍ مشره غږ نه پورته کوي، خو د حزب اسلامي بندیانو د خوشې کېدو په اړه بیا د دې لامل کېږي، چې د حزب او حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې په مخ کې خنډونه راپورته کړي.

    د جرګې غړی نظرمحمد فقیري وویل:« په جنازو باندې بم ‌باري وشوله، په ودونو بم ‌باري وشوله، جوماتونو باندې بم باری وشوله، قتل عام وشو یو یې هم محکوم نه کړل، نو دا باید ژر تر ژره له څوکۍ لرې شي او عدلي او قضایي بنسټونو ته دې وروپېژندله شي.»

    د جرګې غړی ډاکترزلمي زابلي وویل، سیما سمر یا بل هرڅوک که د حزب اسلامي د زندانیانو د خوشې کولو مخه نیسي، نو له ناوړه پایلو دې یې ځان خبر کړي.

    دی ټینګار کوي، چې د سولې د هوکړې پر بنسټ دې د حزب اسلامي اړوند زندانیان له بنده ازاد کړی شي.

    په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي بیا د کمېسیون د مشرې په اړه ټولې نېوکې ردوي او وایي، چې د بشري حقونوکیمسیون تل په دې ټینګارکوي هغه کسان، چې په جنګي او یا بشري جنایتونو متهم دي هیڅوک نه شي کولی هغوی ته بخښنه وکړي.

    صدیقي وايي، مېرمن سمر د قانون په رڼا کې خپل فعالیت کوي او همدارنګه هغه د دوه ګوني سیاسي چلن تور هم ردوي.

    په ورته وخت کې له تیرې ورځې راهیسې په میرمن سیما سمر په ټولنیزو رسنيو کې هم توندې نیوکې پیل شوي دي.

    د ټولنیزو شبکو زیات شمیر فعالانو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره په تبعیضي چلن تورنوي او زیاتوي، چې د جګړو د ښکیلو اړخونو په اړه یو ډول څرګندونې او ګامونه نه اخلي.

    دوی زیاترو په خپلو فیس‌بوک پاڼو د میرمن سمر له دندې د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی