په ژوندی پڼه خپرونه
    وزارت دفاع افغانستان

    دفاع وزارت: ۱۹ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 510

    په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۶ تنه یې ټپیان او ۸ تنه سړي تښتونکې نېول شوي دي.

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۱۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۶ تنه یې ټپیان او ۸ تنه سړي تښتونکې نېول شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، لوګر، کندهار، ارزګان،زابل ، بادغیس، بلخ ، کندز ،فاریاب ، سرپل ، تخار ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د میدان وردګو ولایت د جغتو په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان او ۳ تنه يې ټپیان شو ي دي ، د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په عملیاتو کې ۳ تنه جګړه ماران له منځه وړل شوي او یو تن يې ټپي شوی دي او د دوی څخه دوه میله کلا شینکوفونه او یو موټر لاس ته را غلی دی او د ارزګان ولایت د ترینکوټ په شاو خوا سېمو کې ۴ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۲ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

    همدا راز د قندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په عملیاتو کې ۲ تنه جګړه ماران له منځه تللي او په کابل ولایت کې د وسله والو سړې تښتونکو یوه اته (۸) کسیزه ډله د وسلو سره نیول شوي ده.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی