په ژوندی پڼه خپرونه
    талибан

    د تخار لپاره د طالبانو د مرستيال والي وژل سوی

    © AP Photo/ Reza Shirmohammadi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    د تخار امنيه قوماندان وایی چي د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه سوې ده.

    د تخار امنيتي چارواکي وايي چي په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کي د دغه ولايت د طالبانو د مرستيال والي په ګډون ۶۷ طالبان وژل سوي او ۴۱ نور ټپیان دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

    د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني وويل چي د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه سوې ده.

    هغه وايي چي د دغو عملياتو په ترڅ کي د تخار لپاره د طالبانو د مرستيال والي مولوي قادر په ګډون ٦٧ طالبان وژل سوي او ٤١ نور ټپيان دي.

    ده زياته کړه چي په خواجه بهاوالدين کي د کهنه شاخ، کندهاريانو، القناق او حمزه کليو په ګډون ٢٠ کلي له طالبانو سره وو چي امنيتي ځواکونو ترې بېرته نيولي دي.

    جوزجاني وايي چي طالبانو د خواجه بهاوالدين- درقد ولسواليو لويه لاره هم په ماينونو پوښلې وه چي د پاکونې لپاره يې عمليات روان دي.

    خو طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي په تخار کي نه کوم طالب چارواکي او نه هم نور طالبان وژل سوي دي.

    هغه ویلي چي د تخار درقد ولسوالۍ اوس هم د طالبانو له لوري کلابنده ده خو خواجه بهاوالدين په اړه يې څه ونه ويل.

    د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې د تخار په خواجه بهاوالدين او درقد ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی