په ژوندی پڼه خپرونه
    حکمتیار

    عبدالله: که طالبان له جګړې لاس واخلي تر حکمتیار به تود هر کلی وکړي(عکس)

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 15501

    ډاکټر عبدالله وویل چې که طالبان له جګړې لاس واخلي نو افغان حکومت یې هر کلی کوي او آن تر حکمتیار به یې هم تود هر کلی وکړي.

    د افغانستان اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په ارګ کې د حکمتیار د ښه راغلاست په مناسبت په جوړه سوې غونډه کې وویل، طالبان دې له جګړې لاس واخلي، ځکه روانه جګړه یوازې د عامو افغانانو وینې تویوي او ګې یې پردیو ته رسېږی. دده په وینا افغانان نور له جګړو ستړي سوي دي او د جګړې ښکيل اړخونه دې نور د افغانان درد نه زیاتوي.

    هغه د حزب اسلامي مشر ته ډاډ ورکړ چې د ولسمشر تر څنګ به ولاړ وي او ټول کارونه به په پوره همغږی کوي.

    ده وویل د ملي وحدت حکومت د افغانستان روانو حالاتو ته په پوره پام جوړ سوی دی او موخه یې د افغانستان وده او پرمختګ دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی