په ژوندی پڼه خپرونه
    مهدوي: افغان حکومت په بهرنۍ سیاست کي د هېوادونو ترمنځ توازن نه ساتي

    مهدوي: افغان حکومت په بهرنۍ سیاست کي د هېوادونو ترمنځ توازن نه ساتي

    © AFP 2017/ ROBERTO SCHMIDT
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 24 0 0

    د ملي وحدت حکومت د بهرنۍ پالیسۍ کمزورتیا کولی سي، افغانستان د نړیوالو قدرتونو د جګړې پر ډګر بدل کړي.

    د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وايي، افغان حکومت په خپله بهرنۍ تګلاره کي د هېوادونو ترمنځ توازن نه ساتي او دا مسله کولی سي افغانستان د یوې نیابتي او بهرنۍ جګړې پر ډګر بدل کړي.

    د مهدوي په باور افغان حکومت په دې برخه کي پوره کمزورتیاوې لري او د افغانستان د ثبات لپاره باید په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

    د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت کمزوری او بې کاره دی له همدې امله یې له وروستیو کمزوریو د کورنۍ او نیابتي جګړې بوی راځي.

    مهدوي همدا راز زیاته کړې، چي ډیره موده کيږي افغانانو د ملي وحدت له غیر قانوني حکومت خپلې هيلې پرې کړې دي، خو دا هیله لري چي د ولسي جرګې غړي په دې تړاو اقدام وکړي.

    د ولسي جرګې یاد غړي پر دغه جرګه غږ کړی چي د هېواد د ژغورلو لپاره دې اړین اقدامات وکړي او دا مسایل دې عادي نه ګڼي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی