په ژوندی پڼه خپرونه
    دفاع وزارت: د طالبانو۵ مشران  وژل شوي

    دفاع وزارت: د طالبانو۵ مشران وژل شوي

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 23 0 0

    د ارزګان ولایت د دهراوود او خاص ارزګان په ولسوالیو کې د طالبانو د ۵تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۴۵ تنه طالب تروریستان وژل شوي.

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د ۵ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۱۵۷تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، غزني، کندهار، ارزګان ، زابل ، بادغیس، غور کندز ، فاریاب ، سرپل، تخار ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د ارزګان ولایت د دهراوود او خاص ارزګان په ولسوالیو کې د طالبانو د ۵تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۴۵ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۴۹ تنه ټپیان ، د بدخشان ولایت د اشکاشم په ولسوالۍ کې ۴۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲ موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د کندز ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې ۴۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
    همدا راز په یادو عملیاتو کې د غور ولایت د شهرک په ولسوالۍ کې ۱۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان ، د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ کې ۳ تنه ماین جوړونکي وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۲ تنه طالب ترهګر له منځه وړل شوي دي.
    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

    اړیکه ټینګوونکی:

    دفاع وزارت: ۱۹ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
    دفاع وزارت: ۶۹ وسله وال ترهګر ووژل شول
    دفاع وزارت: د شاهین قول اردو لس لوړپوړي چارواکي څارنوالۍ ته معرفی سوي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی