په ژوندی پڼه خپرونه
    پاپ: د بمونو مور د نوم په اورېدو ډېر وشرمېدم

    پاپ: د بمونو مور د نوم په اورېدو ډېر وشرمېدم

    © AP Photo/ Andrew Medichini
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 230 0 0

    پاپ ویلي د بمونو مور د نوم په اورېدو ډېر شرمېدلی دی، مور ژوند ور کوي، خو د بمونو مور ژوند اخلي، رښتیا ولې دغسې یو نوم.

    د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د امریکا د تر ټولو ستر نااټومي بم پر نامه چې د (بمونو مور) یې بولي، سخته نیوکه کړې ده.

    پاپ چې په واتیکان کې يې د محصلانو په منځ کې خبرې کولې، ویلي د یاد نامه په اورېدو ډېر شرمېدلی دی، مور ژوند ور کوي، خو د بمونو مور ژوند اخلي، رښتیا ولې دغسې یو نوم.

    د پاپ فرانسيس نیوکې پر داسې مهال دي چې پتېیل سوې، ډونالډ ټرمپ پخپل لومړني بهرني سفر کې له عربستان او اسراییلو وروسته واتیکان ته لاړ سي او شونې ده د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره هم وګوري.

    پاپ فرانسیس تر دې وړاندې هم د امریکا له خوا له مکسیکو سره پر ګډه پوله له دېوال جوړولو سره مخالفت کړی و.

    یاد ۹۸۰۰ کیلويي بم چې امريکايي ځواکونو د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وکاراوه، اصلي نوم یې (جي‌بي ‌يو‌۴۳‌بي) دی چې د زیاتې ویجاړتیا هوايي بم په مانا ده، خو اوس د بمونو په مور مشهور دی.

    یاد بم لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې ازمویل سوی و، خو بیا په هیڅ جګړه کې رسماً نه و کارول سوی.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    پاپ فرانسیس: په نړۍ کې ټوله جګړه د وسلو سوداګر پیل کړې ده
    دامریکا د عدلیی وزارت: تنکی ځوان د پاپ دقتل په پلان اعتراف کړی دي
    پاپ فرانسیس : جنت او دوزخ اصلا وجود نه لري
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی