په ژوندی پڼه خپرونه
    وزارت دفاع افغانستان

    دفاع وزارت: ۱۰۹تنه وسله وال ترهګر ووژل شول

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5 0 0

    په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو ، ۲ تنو بهرني تروریستانو او ۲۸ تنو داعشیانو په شمول ۱۰۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو ، ۲ تنو بهرني تروریستانو او ۲۸ تنو داعشیانو په شمول ۱۰۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان ، کاپیسا، پکتیا، غزني، میدان وردک ، کندهار، ارزګان، هرات ، غور ، کندز، فاریاب ، سرپل، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې کندز ولایت د خان آباد — کندز د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو ملا رحم الله مشهور په خاکسار او ملا ولي وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان ، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې ۱۶ تنه د حقاني شبکې غړي وژل شوي د دوي یوه قرارګاه او د مهماتو دیپو له منځه وړل شوې ، د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۲۸ تنه داعشیان وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان ، د کندهار ولایت د سپین بولدک او میانشین په ولسوالیو کې ۱۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې ۱۵ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

    همدا راز په یادو عملیاتو کې د بدخشان ولایت د زیباک په ولسوالۍ کې د ۲ تنو بهرنيو ترهګرو په شمول ۶ تنه وژل شوي ، د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۴ تنه طالب ترهګر له منځه وړل شوي ، د هرات ولایت د چشت شریف په ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپيان ، د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان او د میدان وردګو ولایت د میدان شهر په سیمه کې ۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی