په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ

    ارګ د عبدالحسیب وژل کیدل تایید کړه

    © Wikipedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 244 0 0

    ارګ ویلي، چي عبدالحسیب د کابل پر سردار داوود خان روغتون برید کي هم لاس درلود ، چي له امله یې ګڼ شمیر بې ګناه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

    د افغانستان حکومت دداعش خراسان ډلې د مشرعبدالحسیب وژل کیدل تایید کړي دي.

    له ارګ په یوه رالیږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي داعش ډلې له کوم توپیر پرته دافغانانو پر وژلو لاس پورې کړی، چي له امله یې افغان ملي ځواکونو هم ددې ډلې پر ضد خپل عملیات تیزاو په دې وروستیو کي یې ددې ډلې ګڼ شمیر مهم مشران له منځه وړي دي.

    په خبرپاڼه کي راغلي، چي په افغانستان کي د داعش ډلې مشر له یو شمیر نورو مهمو مشرانو سره د روان لمریز کال د غویي په اومه، په ننګرهار ولایت کي دافغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کي وژل سوی دی.

    په ورته وخت کي د امریکا دفاع وزارت یا پټناګون هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چي افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کي شیخ عبدالحسیب وژلی دی.

    د یادونې وړ ده، چي د داعش پخوانی مشر حافظ سعید خان تیر کال د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کي وژل سوی و، چي تر هغې وروسته عبدالحسیب ددغې ډلې مشر ټاکل سوی و.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی