په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: په افغانستان کې په یوه ښوونځي کې د چاودنې په پایله کې ۹ تنه وژل شوي دي

    رسنۍ: په افغانستان کې په یوه ښوونځي کې د چاودنې په پایله کې ۹ تنه وژل شوي دي

    © REUTERS/ Ahmad Masood
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 98 0 0

    د افغانستان په پروان ولایت کې په یوې مدرسه کې د چاودنې په پایله کې ۹ تنه وژل شوي دي. په دې هکله خبر د طلوع نیوز آژانس ورکړی دی.

    ویل کېږي؛ چې چاویدېدونکي توکې ښايي په ټولګي کې د زده کړې پر مهال چاودېدلي وي.

    دچاودنې په پایله کې د ۸ تنو زده کوونکو په شمول د مدرسې ښوونکی مولوي عبدالرحمن شاه حنیفي هم وژل شوی دی.

    تر دې دمه په سیمه کې د طالبانو په شمول د یوې سخت دریځه ډلې استازي هم ددغې چاودنې پړه پر خپله غاړه اخیستې نه ده.

    له دې مخکې خبر ورکړ شوی وو؛ چې امریکا به په افغانستان کې دخپلو پوځیانو شمیر زیات کړي.

    د یادونې وړ ده؛ چې په روسیه کې د طالبانو سخت دریځه ډلې پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی