په ژوندی پڼه خپرونه
    اشرف غنی

    جمهور رییس:د کورنيو چارو وزارت فساد زړه" دى

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10 0 0

    هغه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځيني بنسټونه د فساد لامل وبلل او زياته يې کړه چې د کورنيو چارو وزارت "د فساد زړه" دى او په بهرنيو چارو وزارت کې ګومارنې د قوميت پر بنسټ کېږي.

    ولسمشر غني وايي، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېر څه سوي، خو لا هم په ځينو ادارو لکه د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو او نورو کې فساد شتون لري.

    ولسمشر غني وويل، تر ډېره بريده پوليس په جګړو کې ښکېل دي، خو تر دې وروسته بايد د قانون په پلي کولو کې چې د دوی اساسي دنده ده، ډېره ونډه واخلي او خپلې چارې په منظم ډول سمبال کړي.

    ولسمشر وويل چې په بهرنيو چارو وزارت کې هم ګومارنې د قوميت پر بنسټ ترسره کېږي چې د منلو نه دي او مخه به يې ونيسي.

    هغه وويل: "زه يو سفارت ته ولاړم، څلور تنه داسې و چې هېڅ په انګليسي نه پوهېدل او دغه کار د منلو وړ نه دی، دغه کار بايد منظم ترسره سي او تر دې وروسته به په دغه وزارت ګومارنې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له لوري ترسره سي."

    د ده په وينا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو بهرنيو موسسو کړنې هم بايد تر څار لاندې وي او ښوونکو ته په منظم ډول د تنخواګانو له رسېدو او دغه راز په پوهنې وزارت کې د ګومارنو په برخه کې له روڼتيا هم بايد ډاډ ترلاسه سي.

    ده د عدلي او قضايي سيستم پر خپلواکۍ ټينګار وکړ او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې له فساد سره په مبارزه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي او پرېږدي چې دغه حکومت د هېواد شرايطو ته پام د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.

    ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې درېيم کلني کنفرانس چې "افغانستان کې له فساد سره د مبارزې تشديد" تر نوم لاندې نن کابل کې جوړ سوى، وکړې.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی