په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان

    د پروان د علماوو شورا مشر ووژل سو

    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7 0 0

    د پروان ولایت د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحیم شا حنفي له اوو نورو کسانو سره یو ځای په یوه چاودنه کې وژل سوی دی.

    د راپورونو له مخې چاودېدونکي توکي د یوې مدرسې په ټولګي کې ځای پر ځای سوي وو، چې د تدریس پر مهال یې چاودنه کړې ده.

    په چاودنه ګڼ نور کسان ټپیان سوي هم دي، خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نسته دي.

    امنیتي چارواکي وايي د پېښې په اړه به وروسته نور معلومات له خلکو سره شریک سي.

    تر دامهاله د چاودنې مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دي اخستي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی