په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ

    ارګ، د حنفي وژل کیدل وغنده

    © Wikipedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 56 0 0

    تروریستانو یو ځل بیا د خپلو بادارانو په لمسون په جنایت لاس پورې کړ.

    هغوی د پروان ولایت د علماو شورا رئیس مولوي عبدالرحیم شاه حنفي او د هغه څو تنه زده کوونکي د دیني علومو د زده کړې پرمهال د تروریستي برید په پایله کې شهیدان او ټپیان کړل.

    تروریستي ډلې چې هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري، تل د پردیو د شومو موخو لپاره په دیني علماو او منبر، ښځو ، ماشومانو او مقدسو ځایونو تروریستي بریدونه کوي.

    د هېواد جمهور رئیس په ټینګار وویل، تروریستان چې زموږ هېوادوال شهیدانوي، بشري ضد جنایتونه او نه بښونکي اعمال ترسره کوي، نو د افغانستان مېړني او زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به د داعش په ګډون ټولې تروریستي ډلې چې په هر ځای کې وي وځپي او د هغوی تر نابودولو پورې به خپلې برحقه مبارزې ته دوام ورکړي.

    جمهوررئیس غني دغه تروریستي پیښه په سختو ټکو غندي. د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی