په ژوندی پڼه خپرونه
    حامد کرزی

    پخواني ولسمشر: له يو لاسه ټک نه خېژي

    © Sputnik/ Aleksandr Natruskin
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43610

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې لپاره هڅه وکړي خو ټک له يو لاسه نه خېژي.

    کرزي دغه څرګندونې پرون ناوخته په کابل کي د پاکستاني ژورنالېستانو له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
    په دغه پلاوي کي د پاکستان د بېلابېلو معتبرو رسنيو خبريالان شامل دي چي له تېرو څو ورځو راهيسې يې له بېلابېلو افغان مشرانو سره ليدلي دي.
    د حامد کرزي له دفتره په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دې ليدنه کي د دواړو هېوادونو تر منځ د نېکو او حسنه اړيکو پر پياوړتيا، په افغانستان، پاکستان او سيمه کي د سولې او ثبات پر راوستلو ټينګار وسو.
    په دغه پلاوي کي په پاکستان کي خبريال هارون رشيد بیا ليکلي، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ورته ويلي چي د لومړي وزير نوازشريف بلنه يې منلې او تر روژې وروسته به اسلام اباد ته سفر وکړي.
    د هغه په وينا، کرزي ورته ويلي، چي د نوازشريف د بلنې په ځواب کي يې هغه ته يو شخصي ليک هم استولى، خو د ليک په اړه يې نور معلومات شريک نه کړل.
    کرزي زياته کړې، له تېرې څه مودې راهيسې څلور ځلې ورته د پاکستان د رسمي سفر بلنې ورکړل سوې، خو اوس يې پرېکړه کړې، اسلام اباد ته به ولاړ سي، خو دا يې په ډاګه نه کړه چي اوس يې ولې د تګ پرېکړه کړې.
    د پاکستاني ژورنالېستانو پلاوي پرون اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره هم ليدلي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی