په ژوندی پڼه خپرونه
    A prisoner looks out the window

    د پولیسو یوه چارواکې په ۱۴ کاله بند زندانی سو

    © Sputnik/ Andrei Stenin
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3 0 0

    دغه کس چي حسين داد نوم لری د ٤٥ زرو ډالرو بډې اخيستو او د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د يوه کارکوونکي په وژلو تورن دی.

    د کابل ښار د پوليسو د ديارلسمې حوزې امر، د بډو اخيستو او د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو د پلټونکي پلاوي سره د نښتې له امله؛ په شاوخوا ١٤ کاله بند او نغدي جريمې محکوم سوی دی.

    د قضيې مؤظف څارنوال عبدالقادر صادق ويلي، چي د ديارلسمې حوزې امر حسين داد، د ٤٥ زرو ډالرو بډې اخيستو او د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د يوه کارکوونکي په وژلو تورن دی.

    د هغه په وينا، د پوليسو دې چارواکي د کابل ښار د يوه اوسېدونکي د ودانيز کار مخنيوى هم کړى او له هغه يې غوښتي و، چي د ځمکي د لوړ ارزښت له امله ورته ١٠٠ زره ډالره بډې ورکړي.

    د اداري فساد پر ضد د درنو جرمونو عدلي او قضايي مرکز پرون په لومړنۍ محکمه کي نوموړی په ۱۳ کاله او ۸ مياشتې تنفيذي بند او د ۴۵ زرو ډالرو معادل افغانيو جريمې پر ورکړه محکوم کړ.

    په ورته وخت کي د تورن مدافع وکيل بيا نيوکه کوله، چي مؤکل يې د يوې توطيې ښکار سوی دي، خو د قضايي پلاوي مشر ډاډ ورکړ، چي پريکړه يې وروستۍ نه ده او تورن کس کولای سي، چي په استيناف محکمه کي خپل حق وغواړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی