په ژوندی پڼه خپرونه
    Мины, найденные саперами Международного противоминного центра ВС РФ в Алеппо

    هلمند كې د ماین چاودنه شوی

    © Sputnik/ Ministry of defence of the Russian Federation
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3 0 0

    د چاودنې له كبله يو تن وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

    په هلمند ولايت كې ماين چاودنې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اړولې ده.
    د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه رسنیوته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د۶۰۱ نمبر لويې لارې اړوند د چهار ګل پمپ سيمه کې پر سړک د وسله والو طالبانو اېښودل شوی ماين د ملکي وګړو پر يو مازدا ډوله موټر چاودلى دى.
    د سرچينې په وينا، د چاودنې له كبله د لومړنيو معلوماتو له مخې يو تن وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
    سرچينه زياتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملکي وګړو دغه موټر، چې پسونه يې بار کړي وو او پر يادې لويې لارې روان و، د وسله والو طالبانو پر ښخ شوي ماين ور برابر شو.
    په دې پېښه کې مازدا موټر په بشپړه توګه تخريب شوی او په کې بار ټول پسونه هم له منځه تللي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی