په ژوندی پڼه خپرونه
    afghanistan school

    ۸۷ زده کوونکې نجوني مسمومې شوي

    © Flickr/ Chairman of the Joint Chiefs of Staff
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    ښوونځي زده کوونکي وایي، چې د تفرېح پر مهال یې د بد بوی احساس وکړ او وروسته پر ځان نه دي پوهېدلي.

    غزني ښار ته څېرمه د خاک غریبان سیمې اړوند د ولیعصر نسوان لېسې شاوخوا ۸۷ تنه زده کوونکې مسمومې شوي، چې د روغتیایي چارواکو په وینا تر لومړنۍ درملنې وروسته ټولې زده کوونکې له روغتون څخه بېرته رخصت شوې دي.
    دغه زده کوونکي تېره ورځ مازدیګر شاوخوا څلور بجې د تفرېح پر مهال مسمومې شوې، چې د یوه ساعت په اوږدو کې د پولیسو لخوا د غزني ملکي روغتون ته د درملنې په موخه ولېږدول شوې.
    د ولیعصر ښوونځي زده کوونکي وایي، چې د تفرېح پر مهال یې د بد بوی احساس وکړ او وروسته پر ځان نه دي پوهېدلي.((تفرېح ته له ټولګي څخه را بهر شو، چې یو بد بوی راغی، وروسته پر ځان نه یو پوهېدلي)).
    د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین چې تېر ماښام ملکي روغتون ته د مسموم شویو زده کوونکو د لیدلو په موخه ورغلی و، خبریالانو سره خبرو کې وویل، چې روغتون ته ۸۷ تنه زده کوونکې انتقال شوي، چې د بد بوی له احساسولو وروسته د زهري موادو په ګومان وېرېدلې دي.((دوی چې تفرېح ته وتلي بد بوی یې احساس کړی او له دې وېرې چې زهري مواد دي وېرېدلي دي، چې له کبله یې د ځینو زده کوونکو فشارونه له نورمال حالت څخه ښکته شوي او ضعف یې کړی دی، یعنې که د مسمومیت ګاز یا څه مواد خپاره شوي وای نو بیا باید ټول زده کوونکي بې هوښه او مسموم شوي وای)).
    والي زیاته کړه، د لازمو تدابیرو په موخه بیا هم په دې اړه څېړنه کوي، خو له ولسونو یې د ښووونځیو د امنیت په برخه د مرستې تر څنګ له کورنیو غوښتنه وکړه، څو خپل ماشومان ښوونځیو ته د خوراکي موادو له وړلو منع کړي.
    د یادونې وړ ده، چې دوه کاله مخکې هم په غزني کې د ځینو ښوونځيو لسګونه ښځینه زده کوونکې مسمومې شوې وې خو سره له دې چې یې چارواکو د پلټنو ژمنه کړې وه، تر اوسه یې د پلټنو پایلې له خلکو سره نه دي شریکې کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی