په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ

    ارګ کې د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

    ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 138 0 0

    په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د کندز، بدخشان، هلمند، ارزګان، ننګرهار، کنړ، بغلان او کابل ولایتونو په اړه راپور وړاندې کړ.

    د وسلوال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

    غونډې امنیتي تهدیدونه وارزول او د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو هدف‎منده مبارزه، هڅې او مېړانه وستایله او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته یې د امنیتي تهدیدونو د دفعه کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.

    په دې غونډه کې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اساسي اکمالاتو د کچې مفصل راپور وړاندې شو او د پرسونل د اکمالاتو د سطحې، ښوونې او روزنې، تجهیزاتو او احضاراتو سطحې په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

    په پای کې، د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندانۍ غونډې د افغانستان په ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول په شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیت تامین او د تروریستانو نابودي حتمي وبلل او د هغو ولایتونود عمومي تصفیې په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی