په ژوندی پڼه خپرونه
    جنرال دوستم

    د دوستم پلویان: د غني سلاکاران د دوستم د ترور هڅه کوي

    © Photo/ دفتر مطبوعاتی معاون اول
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 22 0 0

    جنبش ګوند وايي د ولسمشر سلا کاران د جنرال دوستم د ترور هڅه کوي.

    د جنبش ګوند غړو او مشرانو چي پرون یې په فاریاب کي د غونډې پر مهال خبرې کولې ویلي، ولسمشر غني قدرت انحصار کړی دی، یو دروغجن او وعده خلاف انسان دی.

    ددوی په وینا د ولسمشر سلاکاران هڅه کوي د دوستم د ترور لپاره پلانونه جوړ کړي او هغه په فزیکي توګه له صحنې حذف کړي.

    ددوی په وینا د ټاکنو د کمپاینونو پر مهال ولسمشر ترکان او ازبکان غولولي دي او پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

    دوی له ولسمشر وغوښتل چي د لومړي وزیر قانوني صلاحیتونه دې بېرته وروسپاري.

    د ولسمشر او لومړي مرستیال وروسته تر هغه اختلافات پیدا شول، چي دوستم قومي مشر او نفوذي کس احمد ایشچي په بغلان ولایت کي وتښتاوه او تر هغه وروسته یې له نوموړي سره ناوړه جنسي چلند وکړ.

    له هغې وروسته تر نن پورې جنرال دوستم له رسمي کارونو لرې ساتل سوی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی